2 د ساؤل د خاندان يو نوکر راوغوښتے شو چې نوم يې ضيبا وو. بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ ضيبا يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ستا خِدمت کوونکے حاضر يم.“
يوه ورځ، اِبراهيم خپل مشر نوکر راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”زما سره يو پوخ لوظ وکړه،
فوطيفار چې څۀ هم لرل هغه يې يوسف له ورکړل چې خيال يې ساتى او په خپله يې د خوراک نه بغېر د يو څيز فکر هم نۀ کولو. نو يوسف ښائسته بدن لرلو او ښُکلےځوان وو،
د هغۀ سره د بنيامين د قبيلې زر سړى وُو. او د ساؤل د خاندان نوکر ضيبا هم د خپلو پينځلسو زامنو او شلو نوکرانو سره راغلو او هغوئ د بادشاه نه مخکښې د اُردن سيند نه پورې وتل.
هغوئ په ګودر د سيند نه پورې وتل چې د شاهى خاندان په پورې وتلو کښې مدد وکړى او چې هغه څۀ وکړى څۀ چې بادشاه غوښتل. کله چې بادشاه د سيند نه پورې وتو، نو د جيرا زوئ سِمعى د هغۀ په مخکښې پړمخې پرېوتو