12 د مفيبوست يو زلمے زوئ وو چې نوم يې ميکا وو. د ضيبا د خاندان مکمل کسان د مفيبوست نوکران شول.
ضيبا ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ به هر هغه څۀ کوم چې تۀ يې حُکم کوې.“ مفيبوست د بادشاه په دسترخوان باندې د بادشاه د زوئ په شان خوراک کولو.
نو مفيبوست چې په دواړو پښو شل وو هغه په يروشلم کښې اوسېدو، هغۀ به همېشه د بادشاه په دسترخوان خوراک کولو.
د سحريم دوه ښځې، حشيم او بعراه طلاقې کړې. وروستو چې کله هغه د موآب په مُلک کښې اوسېدو نو هغۀ هودس وادۀ کړه او اووۀ زامن يې پېدا شول: يوباب، ضِبيه، ميسا، مُلکام،
د زبدى نمسے او د ميکا زوئ متنياه چې د آسف د اولاد نه وو. هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د عبادت په وخت کښې د حمدوثناء رهنمائى کوله. او بقبوقياه په متنياه پسې دوېم سړے وو. د جلال نمسے او د سموع زوئ عبدا د يدوتون د اولاد نه وو.