Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 9:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 ضيبا ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ به هر هغه څۀ کوم چې تۀ يې حُکم کوې.“ مفيبوست د بادشاه په دسترخوان باندې د بادشاه د زوئ په شان خوراک کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 9:11
8 Iomraidhean Croise  

هغوئ جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، آو، تۀ چې څۀ وائې نو مونږ د هغې کولو ته تيار يُو.“


د هغۀ سره د بنيامين د قبيلې زر سړى وُو. او د ساؤل د خاندان نوکر ضيبا هم د خپلو پينځلسو زامنو او شلو نوکرانو سره راغلو او هغوئ د بادشاه نه مخکښې د اُردن سيند نه پورې وتل.


بيا د ساؤل نمسے مفيبوست راغلو چې د بادشاه سره مِلاو شى. د هغه وخت نه واخله چې بادشاه د يروشلم نه تلے وو تر هغې پورې چې هغه کامياب راواپس شو مفيبوست نۀ خپلې پښې وينځلې وې، نۀ يې خپله ږيره سمه کړې وه او نۀ يې خپلې جامې وينځلې وې.


هغۀ ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، لکه څنګه چې تا ته پته ده چې زۀ ګوډ يم. ما خپل نوکر ته ووئيل چې زما خر کته کړى نو چې زۀ تا سره لاړ شم، خو هغۀ ما سره دوکه وکړه.


تۀ، ستا زامن او ستا نوکران به د ساؤل د خاندان زمکه کَرى او فصل به يې راوړى چې هغوئ ته خوراک ملاويږى. خو مفيبوست به همېشه زما په دسترخوان باندې مېلمه وى.“ د ضيبا پينځلس زامن او شل نوکران وُو.


د مفيبوست يو زلمے زوئ وو چې نوم يې ميکا وو. د ضيبا د خاندان مکمل کسان د مفيبوست نوکران شول.


نو مفيبوست چې په دواړو پښو شل وو هغه په يروشلم کښې اوسېدو، هغۀ به همېشه د بادشاه په دسترخوان خوراک کولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan