Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 9:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 تۀ، ستا زامن او ستا نوکران به د ساؤل د خاندان زمکه کَرى او فصل به يې راوړى چې هغوئ ته خوراک ملاويږى. خو مفيبوست به همېشه زما په دسترخوان باندې مېلمه وى.“ د ضيبا پينځلس زامن او شل نوکران وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 9:10
10 Iomraidhean Croise  

بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”ستا د نېک ساؤل نمسے مفيبوست چرته دے؟“ ضيبا ورته ووئيل، ”هغه په يروشلم کښې ايسار دے، ځکه چې د هغۀ خيال دا دے چې بنى اِسرائيليان به هغۀ له د هغۀ د نيکۀ ساؤل بادشاهى بيا ورکړى.“


هغوئ په ګودر د سيند نه پورې وتل چې د شاهى خاندان په پورې وتلو کښې مدد وکړى او چې هغه څۀ وکړى څۀ چې بادشاه غوښتل. کله چې بادشاه د سيند نه پورې وتو، نو د جيرا زوئ سِمعى د هغۀ په مخکښې پړمخې پرېوتو


بادشاه سلامت، زما د پلار مکمل خاندان د دې حقداره ده چې ووژلے شى، خو تا زۀ د دې حقدار کړم چې ستا د دسترخوان روټۍ وخورم. بادشاه سلامت، زۀ هيڅ حق نۀ لرم چې تا ته د رحم فرياد وکړم.“


خو د مالِک خُدائ په نوم د هغه قسم په وجه چې هغۀ او يونتن د يو بل سره کړے وو، داؤد مفيبوست ژوندے پرېښودو، مفيبوست د ساؤل نمسے او د يونتن زوئ وو.


داؤد جواب ورکړو، ”يرېږه مه، ستا د پلار په وجه زۀ په تا مِهربانه يم. زۀ به تا له هغه ټوله زمکه واپس درکړم کومه چې ستا د نيکۀ ساؤل وه او تا ته به زما په دسترخوان باندې همېشه هرکلے وئيلے شى.“


خو د جِلعاد د برزلى زامنو ته خپله مِهربانى وښايه او د هغوئ خيال وساته، ځکه چې زۀ کله ستا ورور ابى‌سلوم نه تښتېدم نو هغوئ په ما مهربانه وُو.


نو يهوياکين د قېدخانې جامې بدلې کړې او باقى ټول عُمر يې د بادشاه په دسترخوان روټۍ خوړله.


هره ورځ د بابل بادشاه يهوياکين ته باقاعده خرچه ورکوله او هغۀ ورته تر مرګه پورې خرچه مقرره کړه.


په دې خلقو کښې يو کس چې د عيسىٰ سره روټۍ ته ناست وو نو په دې خبرې اورېدو سره يې هغۀ ته ووئيل، ”بختور دى هغه څوک چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په مېلمستيا کښې ګډون وکړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan