Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 8:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 هغۀ د بطاه او بيروتى ښارونو نه په لوئ مِقدار کښې زېړ هم يوړل چې په دې ښارونو باندې هدد‌عزر حکومت کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 8:8
9 Iomraidhean Croise  

داؤد د هدد‌عزر د آفسرانو د سرو زرو ډالونه قبضه کړل او دا يې يروشلم ته راوړل.


خُدائ پاک د اليدع زوئ رِزون هم د سليمان خِلاف کړو. رِزون د خپل نېک يعنې د ضوباه بادشاه هدد‌عزر نه تښتېدلے وو،


څۀ موده وروستو داؤد بادشاه يو ځل بيا په فلستيانو حمله وکړه او شکست يې ورکړو. هغۀ د هغوئ د قبضې نه د جات ښار او ګېرچاپېره کلى واخستل.


هغۀ د طِبخت او قون ښارونو نه په لوئ مِقدار کښې زېړ هم يوړل، چې په دې ښارونو باندې هدد‌عزر بادشاهى کوله. وروستو سليمان دا د زېړو ډيګۍ، ستنو او د عبادتخانې د زېړو د لوښو جوړولو دپاره استعمال کړل.


او د مالِک خُدائ د کور دپاره ما په خپل ډېر کوشش سره څلور زره ټنه سرۀ زر او کم از کم څلوېښت زره ټنه سپين زر راغونډ کړى دى چې د دې په جوړولو کښې استعمال شى. د دې نه علاوه بې‌حسابه اوسپنه او زېړ هم دى. ما څۀ لرګى او کاڼى هم تيار کړى دى، خو تۀ به نور هم تياروې.


لکه د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو او اوسپنې. اوس کار شروع کړه او مالِک خُدائ دې ستا مل شى.“


بيا به دا د بيروته او سبريم کوم چې د دمشق او حمات د سرحد په مينځ کښې پروت دے، او داسې تر حزر‌هاتيکان پورې، کوم چې د حوران سرحد سره دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan