5 کله چې د دمشق شاميانو د هددعزر بادشاه مدد دپاره يو لښکر ولېږلو، نو داؤد په هغوئ باندې حمله وکړه او دوويشت زره سړى يې ترې نه ووژل.
کله چې عمونيانو ته پته ولګېده چې داؤد يې دشمن شوے دے، نو هغوئ د بيترِحوب او ضوباه نه شل زره شامى فوجيان په پېسو راوستل، د معکه د بادشاه ورسره زر سړى او د طوب ورسره دولس زره سړى وُو.
بيا داؤد د شام د مُلک د ضوباه بادشاه له شکست ورکړو، چې د هغۀ نوم هددعزر وو او دې د رِحوب زوئ وو، دا په هغه وخت کښې وشول چې کله هددعزر د پاسنى فرات سره علاقې بيا نيولو له روان وو.
خُدائ پاک به د خپلې غصې نه نۀ اوړى، هغۀ سمندرى بلاګانې هم د پښې لاندې چخڼى کړى دى.
مِصريان خو څۀ خُدايان نۀ دى، هغوئ خو بنى آدم دى. د هغوئ آسونه خو څۀ آسمانى مخلوق نۀ دے ځکه چې دا آسونه د غوښې نه جوړ دى. کله چې مالِک خُدائ خپل لاس اوږد کړى، نو څوک چې د چا مدد کوى نو هغه به راپرېوځى او د چا چې مدد کيږى نو هغه به هم راپرېوځى او دا دواړه به تباه شى.
ولې چې د شام مشر دمشق دے او د دمشق مشر صرف رضين دے. او ترڅو چې د اِسرائيلو خبره ده، نو هغه به په پينځو شپېتو کالو کښې ټوټې ټوټې او په مکمل طور تباه شى.