Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 8:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 بيا هغۀ موآبيانو له شکست ورکړو. هغۀ قېديان په قطار کښې په زمکه څملول او قبيلې يې جوړې کړې. د هرو درېو ډلو نه به يې دوه قتلولې او يوه به يې ژوندۍ پرېښودله. نو موآبيان د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 8:2
22 Iomraidhean Croise  

او د دې ځائ د خلقو نه يې په ارو، د اوسپنې په رمبو او د اوسپنې په تبرُونو کار اخستو او دې ته يې مجبور کړل چې خَښتې جوړوى. هغۀ د عمون د نورو ټولو ښارونو په خلقو هم دغه شان کار کولو. بيا هغه او د هغۀ سړى يروشلم ته راواپس شول.


بيا هغۀ په هغه علاقه کښې فوجى کېمپونه ولګول او هغوئ د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او محصُول يې ورکولو. مالِک خُدائ په هر ځائ کښې داؤد له فتح ورکوله.


د سليمان په بادشاهۍ کښې د فرات سيند نه واخله تر فلستيانو مُلک او د مِصر د حد پولې پورې ټول قومونه شامل وُو. هغوئ به هغۀ له محصُول ورکولو او چې ترڅو ژوندے وُو نو د هغۀ خِدمت يې کولو.


د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب د مرګ نه پس، د موآب مُلک د اِسرائيل خِلاف بغاوت وکړو.


د اسور بادشاه سلمنسر د هوسيع خِلاف جنګ وکړو، هوسيع د سلمنسر د اختيار لاندې راغلو او هوسيع به هر کال هغۀ له محصُول ورکولو.


هغۀ موآبيانو له هم شکست ورکړو، او هغوئ د هغۀ د بادشاهۍ لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو.


عمونيانو عُزياه له محصُول ورکولو او هغه دومره طاقتور شو چې د هغۀ شُهرت د مِصر پورې خور شو.


موآب زما د وينځلو ښانک دے او هغه به زما خِدمتګار وى، او زۀ په ادوم باندې خپلې څپلۍ پاکوم، او زۀ به په فلستيه مُلک باندې د کاميابۍ چغه وهم.“


کله چې خبر شى بائيلى خپل همتونه، راځى ما له په ويره رپېدو د مضبوطو قلاګانو.


اے خُدايه، تا مونږه رد کړى يُو څۀ؟ تۀ به نور زمونږ لښکرو سره په لار نۀ ځې څۀ.


موآب زما د وينځلو ښانک دے او هغه به زما خِدمتګار وى. او زۀ په ادوم باندې خپلې څپلۍ پاکومه او زۀ به په فلستيه مُلک باندې د کاميابۍ چغه وهم.“


په هغوئ کښې دا قومونه شريک وُو ادوميان او اِسمٰعيليان، موآب او هاجريان،


حزقياه ته غوږ مۀ نيسئ. د اسور بادشاه تاسو له حُکم درکوى چې ما سره صُلح وکړئ د ښار نه راوځئ او ما له راشئ. نو بيا به په تاسو کښې هر يو کس خپلو د انګورو باغونو نه انګور خورئ او د خپلو اينځرانو د ونو نه به اينځر خورئ او د خپلو کُوهو نه به اوبۀ څښئ.


زۀ راتلونکے وخت وينم، زۀ د بنى اِسرائيلو قوم وينم. د روښانه ستورى په شان، په دې قوم کښې به يو بادشاه پېدا شى. دا ستورے به د بنى اِسرائيلو نه راشى. هغه به د موآب مشران هلاک کړى او هغه به د شيث ټول اولاد تباه کړى.


خو څۀ شريرانو خلقو ووئيل، ”دا سړے به مونږ څنګه بچ کړى؟“ هغوئ د ساؤل سپکاوے وکړو او تُحفې يې ورله رانۀ وړې. خو ساؤل هيڅ جواب ورنۀ کړو.


کله چې ساؤل د بنى اِسرائيلو بادشاه شو، نو هغۀ د خپلو ټولو دشمنانو سره په هر ځائ کښې جنګ کولو يعنې د موآب خلقو، عمونيانو، ادوميانو، د ضوباه بادشاهانو او فلستيانو سره. هغۀ چې چرته هم جنګ کولو نو هغه کاميابېدو.


داؤد د هغه ځائ نه په موآب کښې مصفاه ته لاړو او د موآب بادشاه ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت زما مور او پلار پرېږده چې راشى او تا سره تر هغې پورې ايسار وى چې ما ته پته ولګى چې خُدائ پاک به زما دپاره څۀ کوى.“


نو داؤد خپل مور پلار د موآب بادشاه سره پرېښودل او چې کله داؤد په محفوظ ځائ کښې پټ وو نو هغوئ هلته ايسار وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan