Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 8:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شراياه د عدالت منشى وو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 8:17
21 Iomraidhean Croise  

صدوق اِمام هلته وو او ليويانو د هغۀ سره د لوظ صندوق روان کړے وو. هغوئ دا کېښودو او بيا يې تر هغې پورې اوچت نۀ کړو چې ټول خلق د ښار نه تلى نۀ وُو. ابياتار اِمام هم هلته وو.


بيا حوسى صدوق او ابياتار اِمام ته ووئيل، ”دا هغه څۀ دى چې اخى‌تُفل ابى‌سلوم او د بنى اِسرائيلو مشرانو ته وئيلى دى او دا هغه څۀ دى چې ما يې مشوره ورکړې ده.“


تاسو زما خپلوان يئ او زما خپله وينه يئ، تاسو دې ولې هغه آخرى قبيله يئ چې ما واپس بوځئ؟“


خو بادشاه سلامت، هغۀ ما، صدوق اِمام، بناياه او سليمان له دعوت رانۀ کړو.


چې کله به هم په صندوق کښې ډېرې پېسې جمع شوې، نو شاهى منشى او مشر اِمام به راتلل، هغه پېسې به يې وشمېرلې چې د مالِک خُدائ کور ته به راوړلے شوې وې او په کڅوړو کښې به يې واچولې.


کله چې هغوئ حزقياه بادشاه راوغوښتلو، نو د هغۀ درې آفسران د هغوئ سره مِلاوېدو دپاره ور ووتل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چې د حِساب کِتاب مشر وو.


داؤد صدوق او ابياتار اِمامان او دا شپږ ليويان يې راوغوښتل: اورى‌اېل، عساياه، يوايل، سمعياه، اِلى‌ايل او عمى‌نداب.


په دې دوران کښې، داؤد صدوق اِمام او د هغۀ ملګرى اِمامان د جبعون د عبادت په ځائ کښې د مالِک خُدائ په مقدسه خېمه کښې مقرر کړل.


هر سحر او هر ماښام به هغوئ په قربان‌ګاه باندې سوزېدونکې نذرانې پېش کولې. دا د هغه ليکلى قانون په مطابق وُو کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له ورکړے وو.


د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شَوشا د دربار منشى وو،


د اِلى‌عزر اولاد نسل په نسل دا دے: فينحاس، ابيسوع،


زوئ د سلوم، زوئ د صدوق، زوئ د اخيطوب،


د مالِک خُدائ په کور کښې د ګمرياه د سافن زوئ منشى د کوټې نه، کومه چې د دربار په بره حِصه کښې وه او د مالِک خُدائ د کور د داخلېدو د نوې دروازې سره نزدې وه، باروک ټولو خلقو ته چې هلته موجود وُو د يرمياه کلام د طومار نه تلاوت کړو.


”خو هغه اِمامان، څوک چې ليويان دى او د صدوق د نسل نه دى او چا چې په وفادارۍ سره زما د مقدس کور خِدمت وکړو کله چې بنى اِسرائيل زما نه بې‌لارې شول، هغوئ به نزدې راشى زما د وړاندې به خِدمت وکړى، هغوئ به د وازګو او وينې قربانۍ پېش کولو دپاره زما په وړاندې ودريږى، مالِک خُدائ دا فرمائى.


هغه د خُدائ پاک کور ته ننوتو کله چې ابياتار مشر اِمام وو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه. او هغۀ څۀ خپلو دوستانو ته هم ورکړه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan