16 يوآب د لښکر مشر وو چې د هغۀ مور ضروياه وه، د اخيلود زوئ يهوسفط منشى وو،
بيا يې هغوئ په درېو ډلو کښې ولېږل، چې د هرې يوې قبيلې خپل مشر وو، يوآب او د يوآب ورور ابيشے او د جات اِتے وو. او بادشاه خپلو سړو ته وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تاسو سره ځم.“
داؤد هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې عماسا ته ووائى، ”تۀ زما رشتهدار يې. د نن نه زۀ تا د يوآب په ځائ د لښکر مشر مقرروم. خو کۀ ما داسې ونۀ کړل نو خُدائ پاک دې ما هلاک کړى.“
يوآب چې د هغۀ مور ضروياه وه او د داؤد نور آفسران د هغوئ سره د ډنډ سره مِلاو شول، چرته چې هغوئ ټول کښېناستل، يوه ډله د ډنډ په يو طرف او بله ډله د ډنډ په بل طرف ناسته وه.
داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو او هغۀ دا خبره يقينى کړه چې د هغۀ د ټولو خلقو سره همېشه د عدل او اِنصاف سلوک کيږى.
د دربار منشيان، د سيسه زامن اليحورف او اخياه، تاريخ ليکونکى، د اخيلود زوئ يهوسفط،
کله چې هغوئ حزقياه بادشاه راوغوښتلو، نو د هغۀ درې آفسران د هغوئ سره مِلاوېدو دپاره ور ووتل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چې د حِساب کِتاب مشر وو.
نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او هغوئ لاړل او چې د اسور آفسر څۀ وئيلى وُو هغه يې بادشاه ته ووئيل.
داؤد وفرمائيل، ”کوم يو سړے چې اول په يبوسيانو حمله وکړى نو هغه به د لښکر مشر وى.“ يوآب چې د هغۀ مور ضروياه وه، هغۀ اول حمله وکړه او هغه د لښکر مشر شو.