13 کله چې داؤد د مالګې په وادۍ کښې اتلس زره ادوميانو وژلو نه پس راوګرځېدو نو هغه نور هم مشهور شو.
نو دوئ ووئيل، ”راځئ چې اوس يو ښار او دومره لوئ برج جوړ کړُو چې آسمان ته ورسيږى، نو مونږ به مشهور شُو او په ټوله دُنيا کښې به خوارۀ وارۀ هم نۀ شُو.“
تۀ چې چرته هم تلې نو زۀ ستا مل وم او چې تۀ مخ په وړاندې تلې نو ما ستا ټولو دشمنانو له شکست ورکولو. زۀ به ستا نوم د دُنيا د لويو مشرانو په شان مشهور کړم.
د دې نه ډېر وخت وړاندې، کله چې داؤد ادوم فتح کړو او د هغۀ د لښکر مشر يوآب د مړو ښخولو له تلے وو نو داؤد او د هغۀ سړى په ادوم کښې شپږ مياشتې پاتې شول او په دې دوران کښې هغوئ په ادوم کښې ټول نران ووژل
امصياه لس زره ادومى فوجيان د مالګې په مېدان کښې ووژل، هغۀ په يو جنګ کښې د سلع ښار قبضه کړو او په دې باندې يې يقتىاېل نوم کېښودو چې تر اوسه پورې يې هم دا نوم دے.
ابيشى چې د هغۀ مور ضروياه وه، هغۀ د مالګې په مېدان کښې ادوميانو له شکست ورکړو او د هغوئ نه يې اتلس زره کسان ووژل.
امصياه خپل ځان بيا تکړه کړو او د مالګې مېدان ته يې خپل لښکر روان کړو. هغوئ هلته جنګ وکړو او لس زره ادومى فوجيان يې ووژل
تا مونږ رد کړو او زمونږ دېوالونه دې راوغورزول اے خُدايه. مونږ ته په قهر شوے وې خو دوباره خپل مقام واپس راکړه.