Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 8:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 داؤد بادشاه دا تُحفې وقف کړې چې په عبادت کښې به استعماليږى، په دې کښې هغه سرۀ او سپين زر هم شامل وُو چې د هغه قومونو نه يې اخستى وُو چې کوم يې فتح کړى وُو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 8:11
8 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ خپل زوئ يورام بادشاه داؤد له ولېږلو او په هدد‌عزر باندې د فتحې مبارکى يې ورکړه، چې د هغۀ خِلاف توعى څو ځلې جنګ کړے وو. يورام داؤد له تُحفې يوړې چې د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو نه جوړې وې.


کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور ټول کار ختم کړو، نو هغۀ د مالِک خُدائ دکور په خزانو کښې هغه ټول څيزونه کېښودل چې د هغۀ پلار داؤد مالِک خُدائ ته وقف کړى وُو. يعنې سپين زر، سرۀ زر او نور سامان.


داؤد بادشاه دا څيزونه وقف کړل چې په عبادت کښې استعمال شى، سره د هغه سپينو او سرو زرو چې د هغه قومونو نه يې اخستى وُو چې کوم يې فتح کړى وُو لکه چې ادوم، موآب، عمون، فلستيه او عماليق.


ما د خپل خُدائ پاک د کور د سرو زرو، سپينو زرو، پيتلو، اوسپنې، لرګى، د اونيکس کاڼو او جواهراتو، د ښائسته کاڼو ټوکړو او د سنګِ مرمر د مِقدار تيارولو هر کوشش کړے دے.


کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور ټول کار ختم کړو، نو هغۀ د خُدائ پاک د کور په خزانو کښې هغه ټول څيزونه کېښودل کوم چې د هغۀ پلار داؤد مالِک خُدائ ته وقف کړى وُو يعنې سپين زر، سرۀ زر او نور سامان.


پاڅه او مُلکونه غوبل کړه، اے صيون لورې، ځکه چې زۀ به تا له د اوسپنې ښکر درکړم، زۀ به تا ته د پيتلو نوکونه درکړم او تۀ به ډېر قومونه ټوټه ټوټه کړې. تۀ به د هغوئ هغه مال چې په ظلم زياتى يې حاصل کړے دے مالِک خُدائ ته وقف کړې او د هغوئ دولت به د ټولې دُنيا مالِک ته پېش کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan