ما چې د بنى اِسرائيلو سره څومره سفر هم کړے دے او چې ما څوک د خپلو خلقو د رهنمائى دپاره مقرر کړى دى ما د هغوئ يو کس ته هم نۀ دى وئيلى چې هغوئ زما دپاره د دِيار نه يو کور ولې نۀ دے جوړ کړے.
زۀ به په هغوئ شپونکى مقرر کړم چې د هغوئ خيال وساتى، او هغوئ به نور د چا نه نۀ يريږى او نۀ به پرېشانه شى. او نۀ به يو ورک شى. ما مالِک خُدائ دا وفرمائيل.“
او چغې يې کړلې، ”اے بنى اِسرائيلو. زمونږ مدد وکړئ. دا هغه سړے دے چې هر چا ته او هر چرته زمونږ د خلقو او زمونږ د شريعت خلاف تعليم ورکوى او زمونږ د خُدائ د کور بېحرمتى کوى. د دې نه لويه خبره دا ده چې هغۀ يونانيان هم د خُدائ کور ته راوستى دى او دا پاک ځائ يې پرې پليت کړے دے.“