دوېم سموئيل 7:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 د هغه وخت نه واخله چې ما بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل تر اوسه پورې زۀ کله هم په يو کور کښې نۀ يم اوسېدلے، ما د هغوئ سره سفر کولو او په يوه خېمه کښې اوسېدم. Faic an caibideil |
د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په هغه ورځو کښې په بيتايل کښې وو او د هارون نمسے، د اِلىعزر زوئ فينحاس د دې مشر وو. خلقو مالِک خُدائ ته ووئيل، ”مونږ له په کار دى چې د خپلو وروڼو بنيامينيانو سره بيا جنګ له لاړ شُو او کۀ نه؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”جنګ وکړئ. زۀ به سبا په هغوئ باندې تاسو له فتح درکړم.“