3 ناتن ورته وفرمائيل، ”چې څۀ دې په زړۀ کښې وى نو هم هغه شان وکړه، ځکه چې مالِک خُدائ ستا مل دے.“
خو په هغه شپه د مالِک خُدائ کلام په ناتن نازل شو،
خو صدوق اِمام، د يهويدع زوئ بناياه، ناتن پېغمبر، سِمعى، ريعى او د داؤد محافظان د ادونياه په طرف نۀ وُو.
خو چې کله هغه په غرۀ باندې اليشع له راغله نو هغه د اليشع په مخکښې ټيټه شوه او هغۀ ته په پښو پرېوته. جيحازى هغې له ديکه ورکوله چې اليشع ورته وفرمائيل، ”هغه پرېږده، تۀ دا نۀ ګورې چې ډېره زياته خفه ده؟ او مالِک خُدائ ما ته نۀ دى وئيلى چې څۀ شوى دى.“
داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، ما دا غوښتل چې د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د درناوى دپاره يو کور جوړ کړم.
داؤد د هغوئ په وړاندې ودرېدلو او تقرير يې ورته وکړو، ”زما خلقو او زما وروڼو، ما ته غوږ ونيسئ. ما دا اراده کړې وه چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق دپاره د آرام ځائ يعنې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک د پښو چوکۍ جوړه کړم. ما د هغۀ دپاره د يو کور د جوړولو تيارے کړے دے.
د داؤد بادشاه تاريخ د اول نه واخله تر آخره پورې د دې درېو پېغمبرانو په کتابونو کښې ليکلے شوے دے، سموئيل، ناتن او جاد.
بادشاه په هغه اصُولو باندې عمل وکړو چې کوم مالِک خُدائ د بادشاه پېغمبر جاد او د ناتن پېغمبر په ذريعه داؤد بادشاه ته ښودلى وُو، هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د ربابونو او چمټو سره ليويان مقرر کړل،
هغه دې ستا د زړۀ ارمان پوره کړى کاميابه دې هغه ستا منصوبې کړى.
په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسه، نو هغه به پوره کړى ستا د زړۀ ارمانونه.
کوم روحُ القُدس چې تاسو مسح کړى يئ هم هغه په تاسو کښې اوسى، نو بيا تاسو ته د بل اُستاذ ضرورت نشته. نو چې روحُ القُدس تاسو ته د هر څۀ په حقله تعليم درکوى، او څۀ چې درته هغه ښائى، رښتيا دى، نه چې دروغ، او څنګه تعليم چې هغۀ درکړے دے په هغۀ کښې پاتې شئ.
کله چې دا نښې وشى نو تاسو هغه څۀ وکړئ چې څۀ مناسب وى، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو مل دے.
زلمى ورته ووئيل، ”تۀ چې څۀ هم کول غواړې، نو په هر کار کښې زۀ درسره يم.“
خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه ما نامنظوره کړے دے نو تۀ دې ته مۀ ګوره چې هغه څومره لوړ دے او مۀ يې ظاهر ته ګوره. ځکه چې مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.“