دوېم سموئيل 7:27 - Pakistani Yousafzai Pashto27 ربُ الافواجه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، زۀ دا جرأت کوم چې زۀ ستا نه دا سوال وکړم، ځکه چې تا دا هر څۀ په ما، په خپل خِدمت کوونکى نازل کړى دى او تا ما ته فرمائيلى دى چې تۀ به زما د اولاد نه بادشاهان جوړوې. Faic an caibideil |
کۀ تۀ زما د حُکم پوره تابعدارى کوې، زما د قانون په مطابق ژوند تېروې او زما د حُکمونو او تعليماتو په مطابق هغه کار کوې چې زما په نظر کښې ښۀ وى، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى داؤد کول، نو زۀ به همېشه ستا مل يم. زۀ به تا د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړم او ستا اولاد به ستا نه پس خامخا بادشاهى کوى، لکه څنګه چې ما د داؤد دپاره کړى دى.