Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 7:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 ستا نوم به لوئ وى او خلق به همېشه وائى چې، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے. او ستا د خِدمت کوونکى داؤد بادشاهت به د همېشه دپاره قائم وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 7:26
12 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”کاش چې تۀ اِسمٰعيل زما وارث کړې.“


نو مالِکه خُدايه پاکه، تۀ خپله وعده پوره کوه، کومه وعده چې تا زما او زما د اولاد په حقله کړې ده او چې تا څۀ فرمائيلى دى هم هغه وکړه.


د مازيګر نذرانې په وخت کښې الياس پېغمبر قربان‌ګاه ته نزدې شو او سوال يې وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدايه پاکه، نن دا ثابِته کړه چې تۀ د اِسرائيل خُدائ پاک يې او زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او دا هر څۀ ما ستا په حُکم کړى دى.


مالِکه خُدايه، زما سوال واوره، زما سوال واوره، نو چې دې خلقو ته پته ولګى چې تۀ، مالِک خُدائ، خُدائ پاک يې او تۀ د هغوئ زړونه ځان ته بيا را اړوې.“


مونږ ته نه، اے مالِکه خُدايه، مونږ ته نه، خو ستا نوم ته دې جلال وى، ځکه ستا د مينې او وفا په سبب دې وى.


هغه دې د خُدائ پاک په حضور کښې د تل دپاره بادشاهى وکړى، هغۀ ته خپله مينه او وفا وروښايه چې دے حفاظت وکړى.


د هغۀ د نسل سلسله به هيڅکله نۀ ختميږى. زما په وړاندې به د هغۀ تخت لکه د نمر په شان قائم وى.


نو داسې دُعا کوئ، اے په آسمان کښې زمونږ پلاره، ستا نوم دې پاک وى.


اے پلاره، خپل نوم ته جلال ورکړه.“ بيا د آسمان نه يو آواز راغلو، ”ما خپل نوم ته جلال ورکړے دے او زۀ به بيا هم جلال ورکړم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan