Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 7:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 يوه ورځ داؤد بادشاه ناتن پېغمبر ته وفرمائيل، ”زۀ دلته په يو داسې کور کښې اوسېږم چې د دِيار د ونې نه جوړ دے، خو د خُدائ پاک د لوظ صندوق په يوه خېمه کښې پروت دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 7:2
24 Iomraidhean Croise  

اورِياه ورته ووئيل، ”د بنى اِسرائيلو او د يهوداه سړى په جنګ کښې دى او د لوظ صندوق د هغوئ سره دے، زما مشر يوآب او د هغۀ آفسرانو په مېدان کښې خېمې لګولې دى. زۀ څنګه کور ته لاړ شم، يا څنګه خوراک څښاک وکړم او د خپلې ښځې سره څملم؟ زۀ ستا په سر قسم خورم چې زۀ به داسې کار هيڅکله ونۀ کړم.“


مالِک خُدائ ناتن پېغمبر داؤد له ولېږلو. ناتن هغۀ له ورَغلو او دا مثال يې ورته بيان کړو، ”دوه سړى وُو چې په يو ښار کښې اوسېدل، يو مالداره او بل غريب وو.


د صور بادشاه حيرام داؤد ته يو کاروبارى ډله ولېږله، هغۀ له يې د ترکاڼانو سره د نختر لرګى او د کاڼو ګِلکاران ورکړل چې يو محل جوړ کړى.


هغوئ د مالِک خُدائ صندوق راوړو او په خېمه کښې يې په خپل ځائ باندې کېښودو چې داؤد ورله جوړ کړے وو. بيا هغۀ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې.


ناتن داؤد ته هغه ټولې خبرې وکړې چې خُدائ پاک په هغۀ نازلې کړې وې.


د هغې خبرې جارى وې چې ناتن محل ته راورسېدو.


خو صدوق اِمام، د يهويدع زوئ بناياه، ناتن پېغمبر، سِمعى، ريعى او د داؤد محافظان د ادونياه په طرف نۀ وُو.


د ضِلعې د حکمرانانو مشر، د ناتن زوئ عزرياه، شاهى مشير، د ناتن زوئ زبود اِمام،


او سليمان خپله خبره جارى وساتله، ”زما پلار داؤد دا غوښتل چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د عبادت دپاره يو کور جوړ کړى،


د صور بادشاه حيرام داؤد له پېغام وړُونکى ولېږل، هغۀ ورله د دِيار د لرګو سره د کاڼو، ګِلکارانو او ترکاڼانو بندوبست وکړو چې يو محل جوړ کړى.


هغوئ د لوظ صندوق هغه خېمې ته يوړو چې داؤد ورله تياره کړې وه او هغه يې په خېمه کښې دننه کېښودو. بيا هغوئ خُدائ پاک ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې.


داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، ما دا غوښتل چې د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د درناوى دپاره يو کور جوړ کړم.


د داؤد بادشاه تاريخ د اول نه واخله تر آخره پورې د دې درېو پېغمبرانو په کتابونو کښې ليکلے شوے دے، سموئيل، ناتن او جاد.


داؤد د لوظ صندوق د مخکښې نه د قِريَت‌يعريم نه هغه خېمې ته راوړے وو چې کومه يې د دې دپاره په يروشلم کښې جوړه کړې وه.


بادشاه په هغه اصُولو باندې عمل وکړو چې کوم مالِک خُدائ د بادشاه پېغمبر جاد او د ناتن پېغمبر په ذريعه داؤد بادشاه ته ښودلى وُو، هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د ربابونو او چمټو سره ليويان مقرر کړل،


د سليمان د اول نه واخله تر آخره پورې باقى پاتې تاريخ د ناتن پېغمبر په تاريخ کښې، د سيلا د اخياه په پېشګويۍ کښې او د عدو پېغمبر په پېشګويۍ کښې ليکلے شوى دى، چې هغه د يربعام زوئ د نباط په حقله هم خبرې کوى.


هغۀ د مالِک خُدائ سره قسم وخوړلو او د يعقوب د قادر مطلق خُدائ پاک سره يې وعده وکړه،


تر دې چې مالِک خُدائ له ځائ پېدا کړم، او د يعقوب قادر خُدائ له د اوسېدو ځائ پېدا کړم.“


بيا هغۀ صندوق خېمې ته دننه راوړو او پړده يې ځوړنده کړه. نو داسې هغۀ صندوق پټ کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.


”آيا تاسو ته دا ښۀ ښکارى چې زما کور کنډر پروت وى او تاسو په عالى شان کورونو کښې اوسېږئ؟


د هغۀ مريدانو ته د صحيفو دا پېشګوئې راياده شوه، ”ستا د کور غېرت به ما وسوزوى.“


د داؤد نه خُدائ رضا وو او هغۀ د خُدائ نه دا سوال وکړو چې ما ته د يعقوب د خُدائ پاک د دائمى اوسېدو دپاره ځائ راکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan