Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 7:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 مالِکه خُدايه پاکه، او بيا تا د نور څۀ کولو وعده هم کړې ده. مالِکه خُدايه پاکه، تۀ اکثر د خلقو سره هم دغه شان کوې؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 7:19
12 Iomraidhean Croise  

ما تا له د هغۀ بادشاهى او د هغۀ ښځې درکړې دى، ما تۀ په بنى اِسرائيلو او په يهوداه باندې بادشاه جوړ کړې. خو کۀ دا کمه وے نو ما به تا له د دې نه علاوه نور هم درکړے وے.


خو دا کار کول د مالِک خُدائ دپاره آسان دے، هغه به تاسو له په موآبيانو باندې فتح هم درکړى.


خو تۀ نور هم ډېر څۀ کوې، تا په راتلونکى وخت کښې زما د اولاد په حقله وعدې کړې دى او مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، تۀ ما سره د يو اوچت مقام لرونکى کس په شان سلوک کوې.


خُدايه پاکه، ستا رښتينې او ابدى مينه څومره قيمتى ده. ټول انسانان ستا په وزرو کښې پناه اخلى.


ولې دا ستاسو دپاره کافى نۀ ده چې په ښه ګياه کښې وڅرېږئ؟ ولې تاسو به نوره پاتې ګياه د پښو لاندې کوئ څۀ؟ ولې دا ستاسو دپاره کافى نۀ ده چې پاکې اوبۀ وڅښئ؟ ولې تۀ به نورې پاتې اوبۀ په پښو سره خړوئ څۀ؟


دا څۀ وړه خبره ده چې مونږ تا د هغه زرخېز او آباد مُلک نه د دې دپاره راويستلى يُو چې په دې صحرا کښې مو ووژنې؟ تۀ په مونږ باندې روب اچول غواړې څۀ؟


تاسو دا وړه خبره ګڼئ چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو د نور قوم نه جدا کړى يئ، چې تاسو هغۀ ته نزدې شئ، د مالِک خُدائ په خېمه کښې خِدمت وکړئ او چې د قوم مدد او خِدمت وکړئ؟


نو خُدائ پاک په ټولو راتلونکو زمانو کښې هغه خپل بې‌اندازې لوئ فضل چې مونږ ته يې راکوى د عيسىٰ مسيح په وسيله به يې مونږ ته په خپل رحم کښې راښکاره کړى.


هغۀ جواب ورکړو، ”يو سره هم نۀ يم، زۀ د مالِک خُدائ د لښکر مشر يم.“ يشوَع په زمکه پړمخې پرېوتو او وې فرمائيل، ”صاحِبه زۀ ستا خِدمت کوونکے يم. تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې وکړم؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan