17 ناتن داؤد ته هغه ټولې خبرې وکړې چې خُدائ پاک په هغۀ نازلې کړې وې.
تۀ به همېشه اولاد لرې او زۀ به ستا بادشاهى تل دپاره قائمه ساتم. ستا بادشاهت به هيڅکله نه ختميږى.“
بيا داؤد د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته دننه لاړو، کښېناستو او دُعا يې وکړه، ”مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، زۀ او زما خاندان د دې لائق نۀ يُو، څۀ چې تا زمونږ دپاره کړى دى.
يوه ورځ داؤد بادشاه ناتن پېغمبر ته وفرمائيل، ”زۀ دلته په يو داسې کور کښې اوسېږم چې د دِيار د ونې نه جوړ دے، خو د خُدائ پاک د لوظ صندوق په يوه خېمه کښې پروت دے.“
ناتن داؤد ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې مالِک خُدائ ورته په رويا کښې ښودلى وُو او کلام يې هم ورسره کړے وو.
تاسو ته پته ده چې ما هيڅ څيز هم چې ستاسو د ښېګړې دپاره وو، پټ ونۀ ساتلو، بلکې ما تاسو ته د خلقو په وړاندې او کور په کور تعليم درکړے دے.
ځکه چې ما تاسو ټولو نه د خُدائ پاک مقصد او يوه خبره هم د بيانولو نه، نۀ ده پټه کړې.
ما د ټولو نه اول هغه اهم خبره تاسو ته در ورسوله کومه چې ما ته رارسېدلې وه چې د صحيفو په مطابق مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره مړ شو،