ربُ الافواجه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، زۀ دا جرأت کوم چې زۀ ستا نه دا سوال وکړم، ځکه چې تا دا هر څۀ په ما، په خپل خِدمت کوونکى نازل کړى دى او تا ما ته فرمائيلى دى چې تۀ به زما د اولاد نه بادشاهان جوړوې.
د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.
هغوئ به په هغه مُلک کښې اوسيږى کوم چې ما خپل خِدمتګار يعقوب له ورکړے دے، هغه مُلک چې په کښې ستاسو پلار نيکۀ اوسېدل. هغوئ او د هغوئ ماشومان به نسل در نسل په دې کښې د تل دپاره اوسيږى، او داؤد زما خِدمتګار به د تل دپاره د هغوئ شهزاده وى.
د هغه بادشاهانو په زمانه کښې، به آسمانى خُدائ پاک داسې بادشاهى راولى چې هغه به هيڅکله نۀ ختميږى، نۀ به دا بل قوم نيولے شى. هغه به دا ټول بادشاهتونه مات کړى او ختم به يې کړى، خو دا به د تل دپاره پاتې شى.
هغۀ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”دا هغه سړے دے د چا نوم چې څانګه ده، او دے به د خپل ځان نه څانګې خورې کړى او د مالِک خُدائ کور به جوړ کړى.
دا هغه څوک دے چې د مالِک خُدائ کور به جوړ کړى او دۀ ته به د بادشاهۍ جامې ورواغوستے شى او په تخت به کښېنى او بادشاهى به کوى. او په خوا کښې به اِمام د دۀ تخت سره ولاړ وى. او د دواړو په مينځ کښې به جوړ توړ وى.“