Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 7:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 کله چې تۀ مړ شې او د خپل پلار نيکۀ په اديره کښې ښخ شې، نو زۀ به ستا يو زوئ بادشاه جوړ کړم او د هغۀ بادشاهى به قائمه کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 7:12
36 Iomraidhean Croise  

نو د مالِک خُدائ کلام يو ځل بيا په هغۀ نازل شو چې، ”ستا غلام اِلى‌عزر به ستا ميراث نۀ اخلى، ستا خپل زوئ به ستا وارث وى.“


خُدائ پاک خپل بادشاه له فتحې ورکوى، هغۀ چې څوک خوښ کړے دے نو هغۀ ورته خپله مستقله مينه ښودلې ده، داؤد او د هغۀ اولاد ته يې همېشه ښائى.“


کۀ تۀ داسې ونۀ کړې نو چې تۀ څنګه وفات شې نو ما سره او زما د زوئ سليمان سره به د مجرمانو په شان سلوک کيږى.“


او بادشاه دا هم وفرمائيل، راځئ، د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړُو، چې هغۀ زما د اولاد نه يو کس زما نه پس بادشاه جوړ کړو او هغۀ زۀ ژوندے پرېښودم چې دا وګورم.“


کله چې داؤد د مرګ په حالت کښې وو، نو هغۀ خپل زوئ سليمان راوغوښتلو او وصيت يې ورته وکړو،


نو داؤد وفات شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو.


کۀ تۀ د هغۀ فرمانبردارى کوې نو مالِک خُدائ به هغه لوظ پوره کړى چې ما ته يې فرمائيلى وُو چې زما اولاد به تر هغې پورې په بنى اِسرائيلو بادشاهى کوى چې هغوئ په وفادارۍ سره د زړۀ د اخلاصه د هغۀ حُکمونه منى.


مالِک خُدائ زما د پلار داؤد سره وعده کړې وه چې ستا زوئ، کوم چې ستا نه پس بادشاه جوړوم، هغه به زما دپاره يو کور جوړ کړى. او اوس ما دا فېصله کړې ده چې د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د عبادت دپاره به هغه کور جوړ کړم.


هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ هغه وعده پوره کړه چې زما پلار داؤد سره يې کړې وه، چې کله هغۀ وفرمائيل،


خو تۀ به دا جوړ نۀ کړې. هغه به ستا زوئ، ستا خپل زوئ وى چې زما د نوم دپاره به کور جوړ کړى.


او اوس مالِک خُدائ خپله وعده پوره کړې ده. زۀ د خپل پلار داؤد په ځائ د بنى اِسرائيلو په تخت ناست يم لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه او ما د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د عبادت دپاره هغه کور جوړ کړے دے.


نو زۀ به خپله هغه وعده پوره کړم چې ما ستا پلار داؤد سره کړې وه چې ما هغۀ ته وفرمائيل چې ستا د اولاد نه به همېشه يو کس د بنى اِسرائيل په تخت ناست وى.


خو مالِک خُدائ نۀ غوښتل چې يهوداه تباه کړى، ځکه چې هغۀ د خپل خِدمت کوونکى داؤد سره لوظ کړے وو چې د هغۀ د اولاد ځلېدونکې بادشاهى به د همېشه دپاره وى.


کله چې تۀ مړ شې او د خپل پلار نيکۀ سره ښخ شې، نو زۀ به ستا د زامنو نه يو زوئ بادشاه جوړ کړم او د هغۀ بادشاهى به مضبوطه کړم.


اے مالِکه خُدايه پاکه، هغه وعده پوره کړه چې زما د پلار سره دې کړې ده. تا زۀ په هغه خلقو بادشاه جوړ کړے يم چې څوک د زمکې د شګو په شان ډېر دى،


تاسو ته پته نشته چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د داؤد سره يو نۀ ختمېدونکے لوظ وکړو، چې هغۀ او د هغۀ اولاد له يې په اِسرائيل باندې د همېشه دپاره بادشاهى ورکړه؟


خو د مالِک خُدائ دا مرضى نۀ وه چې د داؤد شاهى خاندان تباه کړى، ځکه چې هغۀ د داؤد سره لوظ کړے وو او دا وعده يې ورسره کړې وه چې د هغۀ اولاد به د همېشه دپاره بادشاهى کوى.


هغوئ ټول د خُدائ پاک په کور کښې راغونډ شول او هلته هغوئ د بادشاه د زوئ يوآس سره يو لوظ وکړو. يهويدع هغوئ ته ووئيل، ”د بادشاه زوئ دا دے. دے به اوس بادشاه جوړيږى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې د داؤد اولاد به بادشاهان وى.


تا چې د خپل خِدمت کوونکى زما د پلار داؤد سره کومه وعده کړې ده نو هغه دې ټوله نن په خپله پوره کړې ده.


خو تۀ به هغه هيڅکله جوړ نۀ کړې بلکې هغه به ستا خپل زوئ وى چې زما دپاره کور جوړ کړى.


زۀ به تر ابده د هغۀ نسل قائم ساتم، ترڅو چې آسمانونه وى تر هغې به د هغۀ تخت ساتم.


په هغه وخت به د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه د قومونو دپاره د يوې جنډې نښه وى. قومونه به د هغۀ نه رهنمائى غواړى، او د هغۀ د استوګنې ځائ به جلالى وى.


د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، د داؤد په اولاد کښې به همېشه يو کس د بنى اِسرائيلو په تخت ناست وى.


نو بيا به هغه ګڼ خلق څوک چې په خاورو کښې پراتۀ دى راپاڅى، څوک به د ابدى ژوند دپاره، او څوک د رسوائى او ابدى شرم دپاره.


د عيسىٰ مسيح نسب‌نامه، نسل د داؤد، نسل د اِبراهيم.


هغه به لوئ وى او هغه به د خُدائ تعالىٰ زوئ وبللے شى. مالِک خُدائ پاک به هغۀ ته د خپل نيکۀ داؤد تخت ورکړى.


بيا عيسىٰ د خپل ځان په حقله هغوئ ته د موسىٰ نه راواخله تر ټولو نبيانو پورې هغه خبرې تشريح کړې کومې چې په صحيفو کښې راغلې وې.


ځکه کله چې داؤد په خپله پيړۍ کښې د خُدائ پاک د مرضۍ خِدمت پوره کړو نو هغه مړ شو او د خپل پلار نيکونو سره ښخ شو او د هغۀ بدن خاورې شو،


خو داؤد پېغمبر وو او هغۀ ته پته وه چې خُدائ پاک هغۀ سره وعده او قسم کړے دے چې د هغۀ د اولاد نه به هغه يو کس د هغۀ په تخت کښېنوى.


غوږ شئ، زۀ به درته يوه د راز خبره وکړم چې مونږ ټول خو به نۀ مرو بلکې مونږ ټول به بدل شُو،


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ نېټه پوره کېدونکې ده او د خپل پلار نيکۀ سره به يو ځائ شې او ستا د مرګ نه پس به خلق زما نه نافرمانه شى او هغه لوظ به مات کړى چې ما د هغوئ سره کړے دے. هغوئ به ما پرېږدى او د هغه مُلک د غېرو معبودانو عبادت به وکړى چې کوم ته هغوئ ورننوځى.


ځکه چې زمونږ دا ايمان دے چې عيسىٰ مړ شو او بيا ژوندے شو، نو دغه شان به خُدائ پاک هغه څوک هم د عيسىٰ سره واپس راولى څوک چې د هغۀ سره په ايمان مړۀ شوى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan