1 داؤد بادشاه په سکون سره خپل محل کښې اوسېدو او مالِک خُدائ هغه د خپلو ټولو دشمنانو نه بېغمه کړے وو.
د صور بادشاه حيرام داؤد ته يو کاروبارى ډله ولېږله، هغۀ له يې د ترکاڼانو سره د نختر لرګى او د کاڼو ګِلکاران ورکړل چې يو محل جوړ کړى.
نو د ساؤل د لور ميکل، تر مرګه پورې بچى نۀ وُو.
خو اوس مالِک خُدائ زما خُدائ پاک زما ټول سرحدونه په امن کښې کړى دى. نۀ زما دشمنان شته او نۀ د حملې څۀ خطره شته.
هغۀ خپل زوئ سليمان راوغوښتلو او حُکم يې ورکړو چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دپاره يو کور تيار کړى.
داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”زما زويه، ما دا غوښتل چې د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د درناوى دپاره يو کور جوړ کړم.
داؤد د هغوئ په وړاندې ودرېدلو او تقرير يې ورته وکړو، ”زما خلقو او زما وروڼو، ما ته غوږ ونيسئ. ما دا اراده کړې وه چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق دپاره د آرام ځائ يعنې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک د پښو چوکۍ جوړه کړم. ما د هغۀ دپاره د يو کور د جوړولو تيارے کړے دے.
هغۀ په خپل وخت کښې د يهوداه د ښارونو نه پاخۀ دېوالونه تاو کړل او تر ډېرې مودې پورې هلته جنګ نۀ وو، ځکه چې مالِک خُدائ هغۀ له امن ورکړے وو.
نو يهوسفط په امن سره حکومت کولو او خُدائ پاک د هغۀ په هر رنګ باندې حِفاظت کولو.
تر دې چې مالِک خُدائ له ځائ پېدا کړم، او د يعقوب قادر خُدائ له د اوسېدو ځائ پېدا کړم.“
اے مالِکه خُدايه تا سره مينه کوم تۀ په خپله زما زور او طاقت يې.
کله چې مالِک خُدائ د چا د کردار نه خوشحاله وى، نو د هغۀ دشمنان به هم د هغۀ په امن کښې اوسيږى.
چا ته چې پينځۀ تيلۍ ورکړے شوې وې هغه سمدستى لاړو او سوداګرى يې پرې شروع کړه او پينځۀ تيلۍ يې پرې نورې وګټلې.
د داؤد نه خُدائ رضا وو او هغۀ د خُدائ نه دا سوال وکړو چې ما ته د يعقوب د خُدائ پاک د دائمى اوسېدو دپاره ځائ راکړه.
مالِک خُدائ هغوئ له هم هغه شان د هر طرف نه امن ورکړے وو، لکه څنګه چې هغۀ د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے وو. د هغوئ يو دشمن هم د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له په ټولو دشمنانو باندې فتح ورکړې وه.
ډېره موده وروستو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له د هغوئ ګېرچاپېره دشمنانو نه امن ورکړو. په هغه وخت کښې يشوَع ډېر بوډا وو،