9 داؤد د مالِک خُدائ نه ويرېدو او وې فرمائيل، ”زۀ اوس د لوظ صندوق ځان سره واپس څنګه يوسم؟“
نو تر ننه پورې د هغه ځائ نوم فارصعُزه دے. داؤد سخت خفه وو ځکه چې مالِک خُدائ په غصه کښې عُزه له سزا ورکړې وه.
خو اے خُدايه پاکه، تۀ په زمکه باندې نۀ شې اوسېدې، ځکه چې ټول آسمان ستا د ځائېدو دپاره کافى نۀ دے، نو دا کور به څنګه کافى وى چې کوم ما جوړ کړے دے؟
ستا د يرې نه زما بدن رپى او زۀ ستا د عدالت نه يرېږمه
نو ما ووئيل، ”په ما افسوس، زۀ تباه شوم، ځکه چې زما شونډې په ګناه ککړې دى، او د کومو خلقو سره چې زۀ اوسېږم د هغوئ شونډې هم ګنده دى. خو بيا هم ما په خپلو سترګو هغه بادشاه ليدلے دے چې هغه مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“
نو زۀ ويرېدلم، ځکه لاړم او ستا سرۀ زر مې په زمکه کښې ښخ کړل. ګوره څۀ چې ستا وُو هغه دا دى.
لکه څنګه چې ساره د اِبراهيم تابعداره وه او هغۀ ته يې خپل مالِک وئيل. نو تاسو به هم د هغې لوڼه يئ، خو کۀ چرې تاسو نېک کارونه کوئ او د يو څيز نه هم مۀ يرېږئ کوم چې خلق يروى.
نو د بيتشمس خلقو ووئيل، ”د مالِک خُدائ، د دې مقدس خُدائ پاک په وړاندې څوک ودرېدے شى، مونږ هغه چرته ولېږُو چې زمونږ نه لرې شى؟“