Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 6:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 نو تر ننه پورې د هغه ځائ نوم فارص‌عُزه دے. داؤد سخت خفه وو ځکه چې مالِک خُدائ په غصه کښې عُزه له سزا ورکړې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 6:8
6 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ، خُدائ پاک سمدستى عُزه ته په قهر شو او وې وژلو ځکه چې هغۀ په بې‌ادبۍ سره د لوظ صندوق له لاس وروړے وو. عُزه د لوظ صندوق په خوا کښې مړ شو،


داؤد د مالِک خُدائ نه ويرېدو او وې فرمائيل، ”زۀ اوس د لوظ صندوق ځان سره واپس څنګه يوسم؟“


په وړومبى ځل تاسو دا رانۀ وړو، نو ځکه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ له سزا راکړې ده چې مونږ د هغۀ نه دا تپوس نۀ دے کړے چې څنګه يې يوسو.“


خو يُونس په دې ډېر خفه وو او هغه سخت غصه شو.


خو خُدائ پاک يُونس ته وفرمائيل، ”ولې تۀ د دې بوټى په حقله د غصه کېدو څۀ حق لرې؟“ ”آو، زۀ يې لرم،“ يُونس ورته وفرمائيل، ”زۀ دومره غصه يم چې د دې ژوند نه راله مرګ ښۀ دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan