3 هغوئ دا په غرۀ باندې د ابينداب د کور نه واخستو او په يوه نوې ګاډۍ باندې يې کېښودو. د ابينداب زامنو عُزه او اخيو ګاډۍ روانه کړې وه،
په وړومبى ځل تاسو دا رانۀ وړو، نو ځکه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ له سزا راکړې ده چې مونږ د هغۀ نه دا تپوس نۀ دے کړے چې څنګه يې يوسو.“
مونږ د لوظ صندوق ذکر په اِفراته کښې واورېدلو، او مونږ هغه د يعريم په مُلک کښې وموندلو.
نو يوه نوې ګاډۍ او دوه غواګانې تيارې کړئ چې اوس اوس يې بچى شوى وى او چې هيڅکله جغ ورپورې نۀ وى تړلے شوے، ګاډۍ په دې غواګانو پورې وتړئ او سخى يې واپس ديرې ته وشړئ.
نو د قِريَتيعريم خلق راغلل او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې د ابينداب نومې سړى کور ته يوړو، چې هغه په غر کښې اوسېدو. هغوئ د ابينداب زوئ اِلىعزر د دې مشر مقرر کړو.