2 او هغوئ يې په يهوداه کښې بعله ته بوتلل، چې د هغه ځائ نه د خُدائ پاک د لوظ صندوق راوړى چې دا صندوق د ربُ الافواج په نوم ياديږى، چې هغه د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې اوسيږى.
هغه د وزرو والا په خپل مخلوق باندې تېز والوتلو، هغۀ د هوا په وزرو باندې سفر وکړو.
اے د بنى اِسرائيلو شپونکيه، زمونږ سوال زارى واوره، تا چا چې د يوسف لکه د رمې هسې لارښودنه وکړه، تۀ چې اے خُدايه پاکه پاس په تخت د وزرو والا مخلوق مينځ کښې ناست يې خپل جلال راښکاره کړه
مالِک خُدائ بادشاه دے، د دُنيا قومونه دې په لړزان شى. هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے، نو زمکه دې په لړزېدو شى.
د بنى اِسرائيلو مقدس ذات مونږ په بيعه اخستى يُو، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
ځکه چې ستاسو خالِق به ستاسو خاوند وى، د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے. د بنى اِسرائيلو مقدس ذات ستاسو خلاصونکے دے، هغه د ټولې دُنيا خُدائ پاک دے.
هلته قِريَتبعل يعنې، قِريَتيعريم او ربه وُو، دوه ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.
هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې د هغوئ زيرے د هغوئ د خپل ځان دپاره نۀ وو بلکې ستاسو دپاره وو. نو اوس دا زيرے تاسو ته د هغه چا په وسيله چې د روحُ القُدس په طاقت سره چې د آسمان نه نازل شوے دے بيان شو. دا داسې عجيبه خبرې دى چې فرښتې هم په ليوالتيا سره د دې د کېدو خواهش کوى.
نو هغوئ سيلا ته پېغام وړُونکى ولېږل او د ربُ الافواج د لوظ صندوق يې واپس راوړو، چې د وزرو والا د مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے. او د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د لوظ صندوق سره راغلل.
هغوئ د قِريَتيعريم خلقو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”فلستيانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق واپس کړے دے. راشئ او يو يې سئ.“
نو د قِريَتيعريم خلق راغلل او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې د ابينداب نومې سړى کور ته يوړو، چې هغه په غر کښې اوسېدو. هغوئ د ابينداب زوئ اِلىعزر د دې مشر مقرر کړو.