دوېم سموئيل 6:19 - Pakistani Yousafzai Pashto19 او په ټولو باندې يې خوراک تقسيم کړو. هغۀ د بنى اِسرائيلو هر يو سړى او ښځې له يوه يوه غټه ډوډۍ، څۀ کجورې او څۀ کشمش ورکړل. بيا هر يو کس کور ته لاړو. Faic an caibideil |
دا به د شهزاده ذمه وارى وى چې سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د څښلو نذرانې په اخترونو، نوې مياشت او په سبت کښې او د بنى اِسرائيل قوم په ټولو مقرر شوو مېلو کښې پوره کړى. هغه به د ګناه نذرانې، د غلې نذرانې، سوزېدونکې نذرانې، او د سلامتۍ نذرانې پوره کړى، او د بنى اِسرائيلو قوم دپاره به يې کفاره کړى.“
يشوَع د خپل برکت سره او د دې خبرو سره هغوئ واپس خپلو کورونو ته ولېږل، ”تاسو خپلو کورونو ته ډېر مالداره واپس روان يئ او ډېر څاروى، سپين زر، سرۀ زر، زېړ، اوسپنه او ډېرې جامې درسره دى. تاسو چې د خپلو دشمنانو نه څۀ اخستى دى نو د هغې نه د خپلو قبيلو خلقو له حِصه ورکړئ.“ او هغوئ کورونو ته لاړل. موسىٰ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته زمکه د منسى نيمې قبيلې له ورکړې وه، خو يشوَع د منسى باقى نيمې قبيلې له د نورو قبيلو سره د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته زمکه ورکړه.