Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 6:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 داؤد بادشاه خبر شو چې مالِک خُدائ د لوظ صندوق په وجه د عوبيد ادوم خاندان او د هغۀ هر څۀ له برکت ورکړے دے، نو هغۀ د عوبيد ادوم د کور نه د لوظ صندوق واخستلو چې د يو لوئ جشن سره يې يروشلم ته يوسى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 6:12
16 Iomraidhean Croise  

خو داؤد د هغوئ د صيون قلعه قبضه کړه او دا ”د داؤد ښار“ په نوم مشهوره شوه.


بيا سليمان بادشاه د بنى اِسرائيلو مشران او د ډلو ټول مشران راوغوښتل چې يروشلم ته راشى او د لوظ صندوق د داؤد د ښار صيون نه د مالِک خُدائ کور ته يوسى.


کله چې ټول مشران راغونډ وُو، نو اِمامانو د لوظ صندوق اوچت کړو


او د مالِک خُدائ کور ته يې يوړو. ليويانو او اِمامانو د مالِک خُدائ د حضور خېمه او د هغې ټول مقدس سامان هم د مالِک خُدائ کور ته يوړو.


ليويانو دا د بازوګانو په ذريعه په خپلو ولو باندې يوړو، لکه څنګه چې موسىٰ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق حُکم کړے وو.


نو داؤد بادشاه، د بنى اِسرائيلو مشران او فوجى مشران د عوبيد ادوم کور ته لاړل چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق راوچت کړى. او هغوئ يو لوئ جشن جوړ کړے وو.


کوم لوظ چې هغۀ د اِبراهيم سره کړے وو، هغه وعده چې هغۀ د اِسحاق سره کړې وه.


د عوبيد ادوم هم اتۀ زامن وُو، چې د عُمر په ترتيب داسې دى، سمعياه، يهوزبد، يوآخ، ساکار، نتنى‌ايل،


عمى‌اېل، يساکار او فعُلتى.


بيا سليمان بادشاه د قبيلو او د بنى اِسرائيلو د ډلو ټول مشران راوغوښتل چې په يروشلم کښې راغونډ شى، او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د داؤد د ښار صيون نه يوسى.


هر هغه څوک کۀ يو جام يخې اوبۀ دې ورکوټى له په دې وجه ورکړى چې هغه زما مريد دے، نو زۀ درته دا وايم چې هغه کس به بې‌اجره پاتې نۀ شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan