1 داؤد يو ځل بيا د بنى اِسرائيلو ښۀ فوجيان راغونډ کړل چې ټول دېرش زره سړى وُو،
زۀ به ستاسو نه د هغه مال نه بغېر يو څيز هم نۀ قبلوم کوم چې زما کسانو استعمال کړے دے. خو زما ملګرى، عانير، اسکال او ممرې دې خپله حِصه ترې نه واخلى.“
بيا په حبرون کښې د بنى اِسرائيل ټولې قبيلې داؤد ته راغلې او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ ستا خپله وينه يُو.
بيا سليمان بادشاه د بنى اِسرائيلو مشران او د ډلو ټول مشران راوغوښتل چې يروشلم ته راشى او د لوظ صندوق د داؤد د ښار صيون نه د مالِک خُدائ کور ته يوسى.
نو داؤد د ټول مُلک نه بنى اِسرائيليان راغونډ کړل، په جنوب کښې د مِصر د سرحد نه واخله په شمال کښې د حمات درې پورې، د دې دپاره چې د لوظ صندوق د قِريَتيعريم نه يروشلم ته راوړى.