Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 5:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 هغه وخت راغلو چې داؤد بادشاه او د هغۀ سړى په يروشلم باندې حملې کولو دپاره روان شول. کوم يبوسيان چې هلته اوسېدل د هغوئ خيال دا وو چې داؤد به ښار فتح نۀ کړى، نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”تۀ به هيڅکله دننه نۀ شې راتلے، ړاندۀ او شل دې هم بهر ايسارولے شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 5:6
13 Iomraidhean Croise  

او مَلِک‌صِدق، چې د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو، ابرام له روټۍ او مے راوړل،


تۀ ما له طاقت راکوې چې په دشمن حمله وکړم او طاقت راکوې چې د هغوئ په دېوالونو باندې ورواوړم.


يو هوښيار انسان په يو طاقتور ښار حمله کولے شى، او هغه قوى دېوالونه راغورزولے شى په کومو چې هغوئ ملا تړى.


مالِک خُدائ فرمائى، اے يروشلمه، زۀ به په ذاتى توګه ستاسو خلاف جنګ کوم، تاسو څوک چې په دې وادۍ بره اوسېږئ او په اوچت ګټ پراتۀ يئ، تاسو څوک چې په ډېر فخر سره وايئ، دلته څوک زمونږ خلاف راتلے شى څۀ؟ او زمونږ پناه ګاه ته څوک راننوتلے شى څۀ؟


تر دې چې کۀ تاسو د بابليانو ټولو لښکرو ته په جنګ کښې شکست هم ورکړئ او د هغوئ په خېمو کښې صرف هغه زخميان سړى وُو چې د جنګ نه ژوندى پاتې شوى وُو، نو هغوئ به راپاڅى او دا ښار به ټول وسوزوى.“


مَلِک‌صِدق، د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو. اِبراهيم چې بادشاهانو له د ماتې ورکولو نه واپس راتلو نو مَلِک‌صِدق سره مِلاو شو نو هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړو.


نو ادونى‌صدق د حبرون بادشاه هوهام له، د يرموت بادشاه پيرام، د لکيس بادشاه يفيع او د عجلون بادشاه دبير له دا پېغام ولېږلو،


خو د يهوداه خلق د دې قابل نۀ وُو چې هغه يبوسيان وشړى کوم يبوسيان چې په يروشلم کښې اوسېدل. يبوسيان تر اوسه پورې هلته د يهوداه د خلقو سره اوسيږى.


ضِلع، الف، يبوس يعنې يروشلم، جبعه او قِريَت‌يعريم وُو، دا ټول څوارلس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. دا هغه مُلک دے کوم چې د بنيامين قبيلې کورَنو ته مِلاو شو چې د هغوئ ميراث شى.


خو د بنيامين د قبيلې خلقو هغه يبوسيان ونۀ شړلے شول چې په يروشلم کښې اوسېدل او هم د هغه وخت نه يبوسيان هلته د بنيامين د خلقو سره اوسيږى.


د يهوداه سړو په يروشلم حمله وکړه او قبضه يې کړو. هغوئ د دې خلق ووژل او په ښار يې اور ولګولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan