Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 5:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 داؤد هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو او فلستيان يې د جبعې نه تر جزر پورې قتل کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 5:25
9 Iomraidhean Croise  

څۀ وخت وروستو داؤد بادشاه فلستيانو له شکست ورکړو. نو بنى اِسرائيليان د هغوئ د قبضې نه خلاص شول.


نو داؤد هم هغه شان وکړل چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو او هغه د جبعون نه تر جزر پورې په فلستيانو پسې وو.


بيا بنى اِسرائيل لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ او هارون له حُکم ورکړے وو.


مالِک خُدائ به داسې راپاڅى لکه څنګه چې هغه د پراضيم په غر باندې فلستيانو پسې راپاڅېدلے وو. او څنګه يې چې د جبعون په وادۍ کښې اموريانو باندې حمله کړې وه داسې به په تاسو هم حمله وکړى. او چې کوم کارونه به هغه کوى نو هغه به عجيبه وى. او د هغۀ هر قدم به فرق فرق وى.


د جزر بادشاه هورم د لکيس د مدد دپاره راغلو، خو يشوَع هغۀ او د هغۀ لښکر له شکست ورکړو او هغۀ يو کس هم ژوندے پرې نۀ ښودو.


خو هغوئ هغه کنعانيان ونۀ شړل کوم چې په جزر کښې اوسېدل، نو په دې وجه کنعانيان تر اوسه پورې د اِفرائيميانو سره اوسيږى، خو د کنعانيانو نه يې په زور کار اخلى.


کفرالعمونى، عُفنى او جبعه، دا دولس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.


هغوئ له څلور ښارونه ورکړے شوى وُو، شِکم او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې د دې د څرن زمکه (شِکم د پناه يو ښار وو)، جزر،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan