23 داؤد يو ځل بيا د مالِک خُدائ سره مشوره وکړه او هغۀ ورته وفرمائيل، ”په هغوئ د دې ځائ نه حمله مۀ کوه، خو د بل طرف نه ورباندې راتاو شه او حمله پرې وکړه، چرته چې د تُوت ونې دى.
د دې نه پس، داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ لاړ شم څۀ چې د يهوداه يو ښار قبضه کړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، لاړ شه.“ داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”کوم يو قبضه کړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”حبرون.“
داؤد د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ په فلستيانو حمله وکړم څۀ؟ تۀ به ما له فتح راکړې څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، حمله پرې وکړه، زۀ به تا له فتح درکړم.“
داؤد يو ځل بيا د خُدائ پاک سره مشوره وکړه او خُدائ پاک جواب ورکړو، ”په هغوئ باندې د دې ځائ نه حمله مۀ کوه، خو ورله راتاو شه او د بل طرف نه ورباندې د حملې کولو تيارے وکړه، چرته چې د تُوت ونې دى.
تاسو به عى او د هغې د بادشاه سره هغه څۀ کوئ کوم چې تاسو د يريحو او د هغې بادشاه سره کړى وُو. خو دا ځل تاسو د هغوئ لوټ شوے مال او ځناور په خپل استعمال کښې راوستلے شئ. د ښار شا ته د هغوئ خِلاف حملې کولو دپاره په پټ ځائ کښې کښېنئ.“
بيا به تاسو راوځئ او په ښار به قبضه وکړئ. نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به دا تاسو له درکړى.
آو، ما څو ځلې د هغۀ دپاره د خُدائ پاک سره مشوره کړې ده، نو بادشاه سلامت، تۀ د دې خبرې اِلزام په ما او زما په خاندان مۀ لګوه. زۀ ستا خِلاف د يوې منصوبې نه هم نۀ وم خبر. د دې خبرې نه، زۀ بېخى خبر نۀ يم.“
نو هغۀ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ لاړ شم څۀ چې په دې فلستيانو باندې حمله وکړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، په هغوئ حمله وکړه او قعيله بچ کړه.“