Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 5:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 کله چې فلستيان وتښتېدل، نو هغوئ خپل بُتان شا ته پرېښودل او داؤد او د هغۀ سړو دا يوړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 5:21
9 Iomraidhean Croise  

او د هغوئ معبودان يې سوزولى دى، خو دا رښتينې خُدايان نۀ وُو او تش د لرګى او کاڼى بُتان وُو چې انسانانو جوړ کړى وُو.


هغه به د مِصر د معبودانو په مندرونو اور بل کړى، هغه به مندرونه وسوزوى او بُتان به قبضه کړى او د غنيمت په توګه به يې يوسى. هغه به د مِصر مال متاع داسې صفا کړى لکه څنګه چې يو شپون د خپلې چُوغې نه ورَږې صفا کوى. او بې‌نقصانه به هغه خپل مُلک ته واپس شى.


دا چې تا اے موآبه په خپلو اعمالو او دولت باندې باور کولو، نو تاسو به هم ګرفتار شئ، او ستا بُت کموس به هم د خپلو اِمامانو او نورو خادِمانو سره جلاوطن کړے شى.


هغه به د هغوئ معبودان، د هغوئ د پيتلو بُتان او د هغوئ قيمتى د سپينو او سرو زرو سامان قبضه کړى او ځان سره به يې مِصر ته يوسى. او د څو کالو پورې به هغه د شمال په بادشاه حمله ونۀ کړى.


د هغوئ بُتان وسوزوئ. په دې باندې چې کوم سپين زر يا سرۀ زر لګېدلى وى، د هغې خواهش مۀ کوئ، هغه ترې نه د خپلو ځانونو دپاره مۀ اخلئ. ګنې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د بُت پرستۍ نه نفرت کوى.


د هغوئ د قربان‌ګاه ځايونه وران کړئ، د هغوئ مقدسې ستنې ټوټې ټوټې کړئ، د هغوئ د اشيرې بُت نښې راوغورزوئ او د هغوئ بُتان وسوزوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan