Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 5:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 نو داؤد بعل‌پراضيم ته لاړو او هلته يې فلستيانو له شکست ورکړو. هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ زما د دشمنانو نه د سېلاب په شان ناڅاپه تېر شوے دے.“ نو د هغه ځائ نوم بعل‌پراضيم شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 5:20
5 Iomraidhean Croise  

په ټول مُلک کښې هغوئ په خپلو کښې په لانجه شول. هغوئ يو بل ته ووئيل، ”داؤد بادشاه مونږ د خپلو دشمنانو نه بچ کړُو. هغۀ مونږ د فلستيانو نه بچ کړُو، خو هغه اوس د ابى‌سلوم نه وتښتېدو او مُلک يې پرېښودو.


نو داؤد په بعل‌پراضيم کښې په هغوئ باندې حمله وکړه او شکست يې ورکړو. هغۀ وفرمائيل، ”خُدائ پاک زۀ د سېلاب په شان استعمال کړے يم چې د دشمن لښکر په مخه يوسم.“ نو په دې وجه د هغه ځائ نوم بعل‌پراضيم دے.


تا مونږ رد کړو او زمونږ دېوالونه دې راوغورزول اے خُدايه. مونږ ته په قهر شوے وې خو دوباره خپل مقام واپس راکړه.


مالِک خُدائ به داسې راپاڅى لکه څنګه چې هغه د پراضيم په غر باندې فلستيانو پسې راپاڅېدلے وو. او څنګه يې چې د جبعون په وادۍ کښې اموريانو باندې حمله کړې وه داسې به په تاسو هم حمله وکړى. او چې کوم کارونه به هغه کوى نو هغه به عجيبه وى. او د هغۀ هر قدم به فرق فرق وى.


تۀ د خپلو خلقو بچ کولو دپاره بهر راغلې، چې خپل غوره کړے شوى بچ کړې. تا د بدعمله وطن مشر چخڼى کړل، تا هغوئ د سر نه تر پښو پورې بربنډ کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan