18 فلستيان د رفائيم وادۍ ته راروسېدل او دا يې قبضه کړو.
يو کال وروستو کِدرلاعُمر او د هغۀ ملګرى د خپلو لښکرو سره راغلل او رفائيم ته يې په عستارات قرنيم کښې، زوزيم ته په حام کښې او ايميم ته د سِوى قِريَتائم په مېدان کښې شکست ورکړو،
لَو شروع کېدو ته په نزدې وخت کښې د هغه دېرشو کسانو نه درې د عدولام غار ته لاړل، چرته چې داؤد وو، په دې وخت کښې د فلستيانو فوج د رفائيم په وادۍ کښې خېمې لګولې وې.
فلستيان واپس د رفائيم وادۍ ته لاړل او دا يې بيا قبضه کړو.
يوه ورځ د مشرانو فوجيانو د دېرشو نه درې کسان يو ګټ له لاړل چرته چې داؤد د عدولام غار سره نزدې ايسار وو، چې په دې دوران کښې د فلستيانو يوې فوجى قبيلې د رفائيم په وادۍ کښې خېمې لګولې وې.
اِسرائيل به د يو داسې پټى په شان وى چې غله ترې نه رېبلے شوې او راغونډه کړے شوې وى، دا به داسې وى لکه چې د رفائيم په وادۍ کښې يو پټے شاړ پروت وى او چې د دې نه هر څۀ وړلے شوى وى.
کوم چې د غرۀ جنوبى طرف ته د هنوم وادۍ نه تېر شوے وو چرته چې د يبوسيانو يروشلم ښار وو. سرحد بيا د هنوم وادۍ نمرپرېواتۀ طرف ته پاس غر ته ختلے وو، چې د رفائيم وادۍ شمالى سر سره دے.
يشوَع ورته وفرمائيل، ”کۀ تاسو ډېر زيات يئ او د اِفرائيم د غرونو مُلک ستاسو دپاره کافى نۀ وى، نو بيا ځنګلو ته لاړ شئ او د فرزيانو او رفائيم په مُلک کښې د خپلو ځانونو دپاره زمکه صفا کړئ.“
بيا دا لاندې د غرۀ لمنو ته کوز شوے وو چې د هنوم وادى ترې نه ښکارېده، دا د رفائيم وادۍ شمالى سر سره دے. بيا دا د هنوم په وادۍ کښې جنوبى طرف ته، د يبوسيانو په جنوبى غاړه د عينراجل طرف ته تلے وو.