11 د صور بادشاه حيرام داؤد ته يو کاروبارى ډله ولېږله، هغۀ له يې د ترکاڼانو سره د نختر لرګى او د کاڼو ګِلکاران ورکړل چې يو محل جوړ کړى.
نو داؤد ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ دے د بنى اِسرائيلو بادشاه مقرر کړے دے او د خپلو خلقو د خاطره يې خپله بادشاهى بختوره کوله.
داؤد بادشاه په سکون سره خپل محل کښې اوسېدو او مالِک خُدائ هغه د خپلو ټولو دشمنانو نه بېغمه کړے وو.
يوه ورځ داؤد بادشاه ناتن پېغمبر ته وفرمائيل، ”زۀ دلته په يو داسې کور کښې اوسېږم چې د دِيار د ونې نه جوړ دے، خو د خُدائ پاک د لوظ صندوق په يوه خېمه کښې پروت دے.“
سليمان د غرونو په مُلک کښې اتيا زره سړى لرل چې کاڼى يې راويستل او اويا زره سړو دا راوړل،
د سليمان او د حيرام سړو او د جبل د ښار سړو د خُدائ پاک کور د جوړولو دپاره کاڼى او لرګى تيار کړل.
د صور بادشاه حيرام داؤد له پېغام وړُونکى ولېږل، هغۀ ورله د دِيار د لرګو سره د کاڼو، ګِلکارانو او ترکاڼانو بندوبست وکړو چې يو محل جوړ کړى.
خلقو د کاڼو ګِلکارانو او ترکاڼانو د مزدورۍ دپاره پېسې ورکولې او خوراک، څښاک او د زيتُونو تېل يې د صور او صيدا خلقو له لېږل او د دې څيزونو په بدل کښې د لبنان د غرونو نه د دِيار لرګى د يافا ښار ته د سمندر په ذريعه راوړلے کېدل. دا هر څۀ د فارس د بادشاه خورس په اجازت سره کېدل.
اے مالِکه خُدايه ستا ثناء صِفت بيانوم، ځکه چې تا زۀ بچ کړم، زۀ دې د دشمنانو د مسخرو نۀ کړم.
”اے بنى آدمه، ځکه چې صور د يروشلم په حقله داسې وئيلى دى چې، آو، د دې قومونو دروازه ماته شوې ده، او د هغوئ دروازې بلکل زما دپاره کولاو دى، نو اوس هغه تباه پرته ده نو زۀ به آباده شم.
سرحد بيا د راما طرف ته تاو وو او د پَخو دېوالونو ښار صور ته رسېدلے وو، بيا دا حوسه ته تاو وو او د مديترانى سمندر سره ختم وو. په دې کښې مهلاب، اکزيب،