Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 4:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 هغوئ سمدستى د اشبوست کوټې ته دننه لاړل، هلته هغه په خپل کټ کښې ملاست وو او هغوئ ووژلو. بيا هغوئ د هغۀ سر پرې کړو، د ځان سره يې يوړو او په هغه ټوله شپه يې د اُردن په وادۍ کښې مزل وکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 4:7
8 Iomraidhean Croise  

ابنير او د هغۀ سړو په هغه ټوله شپه د اُردن په مېدان کښې مزل وکړو، هغوئ د اُردن سيند نه پورې وتل او په ورپسې ټول سحر مزل کولو نه پس، هغوئ واپس محنايم ته ورسېدل.


د نيل درياب به د بې‌شمېره چيندخو نه ډک وى. دا به ستا محل، ستا د څملاستو کوټې او کټ ته، ستا د درباريانو او د خلقو کورونو ته او ستاسو تنورونو او د اوړو ښانکونو ته به هم دروخېژى.


نو د هغۀ سر يې په تالى کښې ورله راوړو او جينۍ له يې ورکړو او هغې خپلې مور له يوړو.


داؤد هغۀ له ورمنډه کړه، دپاسه پرې ودرېدو، د جوليت تُوره يې د کاش نه راوُويسته، سر يې ترې نه پرې کړو او هغه يې مړ کړو. کله چې فلستيانو وليدل چې د هغوئ پهلوان مړ شو، نو هغوئ منډه کړه.


داؤد د جوليت سر واخستو او يروشلم ته يې يوړو، خو هغۀ د جوليت وسله په خپله خېمه کښې کېښوده.


هغوئ د ساؤل سر پرې کړو او زغره يې ترې نه لرې کړه او ټول فلستيان ته يې پېغام وړُونکى ولېږل چې خپلو بُت‌خانو او د هغوئ خلقو ته دا زېرے ورسوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan