6 کله چې هغه څوکيدارې ښځې غنم صفا کول نو هغه خوبَولې شوه او اوده شوه، نو ريکاب او بعنه پټ دننه لاړل.
خو عساهيل نۀ منع کېدو، نو ابنير د خپلې نېزې د بېخ سره هغه په خېټه داسې ووهلو چې نېزه د هغۀ نه شاته ووتله. عساهيل په زمکه وغورزېدو او په ټکى مړ شو او چې هر څوک هغه ځائ ته راتلل چې چرته هغه پروت وو نو هلته ايسارېدل او ودرېدل.
چې کومه تُوره د يوآب په بل لاس کښې وه نو هغې ته د عماسا خيال نۀ وو او يوآب هغه ورباندې په خېټه ووهلو او کولمې ترې نه بهر په زمکه وغورزېدې، هغه په ټکى مړ شو او يوآب ته د هغۀ د بيا وهلو ضرورت پېښ نۀ شو. بيا يوآب او د هغۀ ورور ابيشے په شيبا پسې روان شول.
کله چې ابنير حبرون ته ورسېدو، نو يوآب هغه د دروازې سره يو طرف ته بوتلو، داسې معلومېده لکه چې يوآب د هغۀ سره څۀ پټه خبره کوى او هلته يې هغه په خېټه باندې ووهلو. نو داسې ابنير ووژلے شو ځکه چې هغۀ د يوآب ورور عساهيل وژلے وو.
د اشبوست دوه آفسران وُو کوم چې د لښکرو مشران وُو، د هغوئ نومونه بعنه او ريکاب وُو، هغوئ د رِمون زامن وُو چې هغه د بنيامين د قبيلې د بيروت نه وو. بيروت د بنيامين حِصه ګڼلے شى.
په کوم وخت چې هغوئ اِنتظار کولو نو اهُود وتښتېدو، هغه د کاڼو بُتانو نه تېر شو او سعيرت ته وتښتېدو.