5 ريکاب او بعنه د اشبوست کور ته روان شول او په سره غرمه کښې هلته ورسېدل، هغۀ په دې وخت د غرمې آرام کولو.
يوه ورځ په ماښامى کښې داؤد د کټ نه پاڅېدو او د محل چت ته وختو. کله چې هغه هلته ګرځېدلو نو هغۀ يوه ښځه وليده چې لامبل يې. هغه ډېره ښائسته وه.
خو د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير د ساؤل د زوئ اشبوست سره تښتېدلے وو او محنايم ته د اُردن نه پورې وتے وو.
د اشبوست دوه آفسران وُو کوم چې د لښکرو مشران وُو، د هغوئ نومونه بعنه او ريکاب وُو، هغوئ د رِمون زامن وُو چې هغه د بنيامين د قبيلې د بيروت نه وو. بيروت د بنيامين حِصه ګڼلے شى.
د هغۀ يو آفسر زِمرى چې د بادشاه د نيمو جنګى ګاډو مشر وو، د بادشاه خِلاف منصوبه جوړه کړه. او ايله يوه ورځ په تِرضاه کښې د محل مشر ارضه په کور کښې د ميو په نشه کښې وو.
کله چې شامى لښکر واپس لاړو نو يوآس سخت زخمى پاتې وو، نو وروستو بيا د هغۀ دوو آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او هغه يې په خپل کټ کښې ووژلو د دې دپاره چې د يهويدع اِمام د زوئ د قتل بدله ترې نه واخلى. هغه د داؤد په ښار کښې ښخ شو، خو په شاهى اديره کښې ښخ نۀ شو.
د هغه وخت نه واخله چې کله هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت وکړو، په يروشلم کښې دشمنانو د هغۀ خِلاف يوه منصوبه جوړوله. په آخر کښې هغه د لکيس ښار ته وتښتېدو، خو د هغۀ دشمنان په هغۀ پسې وُو او هلته يې ووژلو.
د امون آفسرانو د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او په محل کښې يې ووژلو.