1 کله چې د ساؤل زوئ اشبوست دا واورېدل چې ابنير په حبرون کښې قتل شوے دے، نو هغۀ خپله حوصله بائيله او ټول بنى اِسرائيليان ويرېدل.
کله چې هغه ستړے او بېحوصلې وى نو زۀ به په هغۀ حمله وکړم. هغه به ويريږى او د هغۀ ټول سړى به وتښتى. او زۀ به صِرف بادشاه ووژنم
خو د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير د ساؤل د زوئ اشبوست سره تښتېدلے وو او محنايم ته د اُردن نه پورې وتے وو.
کله چې ابنير حبرون ته ورسېدو، نو يوآب هغه د دروازې سره يو طرف ته بوتلو، داسې معلومېده لکه چې يوآب د هغۀ سره څۀ پټه خبره کوى او هلته يې هغه په خېټه باندې ووهلو. نو داسې ابنير ووژلے شو ځکه چې هغۀ د يوآب ورور عساهيل وژلے وو.
او چې کوم خلق په هغه مُلک کښې اوسېدل نو هغوئ دا کوشش کولو چې يهوديان بېحوصلې کړى او د مالِک خُدائ د کور جوړولو نه يې ويروى.
د هغوئ دا کوشش وو چې مونږ ويروى چې کار بند کړُو. خو ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، ما له طاقت راکړه.“
د هر يو کس لاسونه به کار پرېږدى او ټول خلق به بېحوصلې شى.
کوم لاسونه چې ستړى شوى دى نو هغې له طاقت ورکړه او هغه ګوډو له طاقت ورکړه چې د کمزورۍ په وجه لړزيږى.
د بابل بادشاه چې د دشمن د راتلو په حقله دا خبر واورېدو، نو د هغۀ لاسونه شل شول. هغه يرې او دردونو ونيولو، داسې درد لکه چې د ښځې د لنګون په وخت کښې وى.
”کله چې مونږ د دوئ په حقله واورېدل، نو زمونږ لاسونو همت پرېښودلو او په لړزېدو شول. لکه څنګه چې يوې ښځې ته د لنګون درد شروع شى دغه شان درد، يرې او وحشت راواخستلو.
په هغه ورځ به هغوئ يروشلم ته ووائى چې، ”يرېږه مه، اے صيونه، پرى نۀ ږدئ چې ستا لاسونه کمزورى پاتې شى.