7 يوه ورځ د ساؤل زوئ اشبوست په ابنير اِلزام ولګولو چې تۀ د ساؤل د وينځې د آيه د لور رِصفخ سره څملې.
ما تا له د هغۀ بادشاهى او د هغۀ ښځې درکړې دى، ما تۀ په بنى اِسرائيلو او په يهوداه باندې بادشاه جوړ کړې. خو کۀ دا کمه وے نو ما به تا له د دې نه علاوه نور هم درکړے وے.
خو د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير د ساؤل د زوئ اشبوست سره تښتېدلے وو او محنايم ته د اُردن نه پورې وتے وو.
هغۀ ورته ووئيل، ”مِهربانى وکړه چې سليمان بادشاه ته ووايه، ما ته پته ده چې هغه به تا ته اِنکار نۀ کوى، چې هغه ما پرېږدى چې شونيمى ښځه ابىشاګ وادۀ کړم.“