Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 3:38 - Pakistani Yousafzai Pashto

38 بادشاه خپلو درباريانو ته ووئيل، ”تاسو ته پته نۀ لګى چې نن په بنى اِسرائيلو کښې يو لوئ مشر مړ شوے دے؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 3:38
7 Iomraidhean Croise  

خو د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير د ساؤل د زوئ اشبوست سره تښتېدلے وو او محنايم ته د اُردن نه پورې وتے وو.


ابنير داؤد له پېغام وړُونکى ورولېږل، چې هغه په هغه وخت کښې په حبرون کښې وو، چې داسې ورته ووائى، ”په دې مُلک به څوک بادشاهى کوى؟ زما سره يو تړون وکړه او زۀ به ستا مدد وکړم چې ټول بنى اِسرائيليان په بادشاه جوړېدو کښې ستا ملګرتيا وکړى.“


د داؤد او د بنى اِسرائيل ټولو خلقو ته دا پته ولګېده چې بادشاه د ابنير په وژلو کښې هيڅ برخه نۀ ده اخستې.


اګر چې زۀ بيا هم هغه بادشاه يم چې خُدائ پاک خوښ کړے يم، نن زۀ خپل ځان کمزورے ګڼم او د ضروياه دا زامن قابو کولے نۀ شم. مالِک خُدائ دې، دې مجرمانو له سزا ورکړى لکه چې څنګه دوئ د سزا حقدار دى.“


صِرف مشران هوښيار نۀ وى، کله کله مشران هم په اِنصاف باندې نۀ پوهيږى.


داؤد ورته وفرمائيل، ”ابنيره، په بنى اِسرائيلو کښې ستا په شان تکړه سړے څوک شته؟ نو تۀ خپل نېک يعنې بادشاه ولې نۀ بچ کوې؟ دا اوس اوس څوک خېمو ته لاړل چې ستا نېک ووژنى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan