36 نو خلقو ته پته ولګېده او خوشحاله شول. په حقيقت کښې بادشاه چې څۀ هم کول نو خلق ترې نه خوشحالېدل.
يو پېغام وړونکے راغلو او داؤد ته يې ووئيل، ”بنى اِسرائيليان د ابىسلوم وفادار دى.“
ابىسلوم داسې د هر يو بنى اِسرائيلى سره کول چې هغه به د اِنصاف دپاره بادشاه له ورتلو، نو داسې هغۀ د بنى اِسرائيلو زړونه وګټل.
ټوله ورځ خلقو کوشش کولو چې په داؤد باندې څۀ وخورى، خو هغۀ پوخ لوظ وکړو، ”خُدائ پاک دې ما هلاک کړى چې د ورځې د ختمېدو نه مخکښې زۀ څۀ وخورم.“
د داؤد او د بنى اِسرائيل ټولو خلقو ته دا پته ولګېده چې بادشاه د ابنير په وژلو کښې هيڅ برخه نۀ ده اخستې.
عام خلق څۀ حيثيت نۀ لرى د هغۀ په وړاندې، زورَور خلق هم هغه نۀ دى کوم چې دوئ ښکارى، کۀ هغوئ ټول په تله وتلى دا به د هوا نه هم سپک وى.
د هغوئ د حېرانېدو څۀ حد نۀ وو. هغوئ ووئيل چې، ”دے چې څۀ هم کوى ډېر يې ښۀ کوى، تر دې چې هغه کڼو له غوږونه او چاړاګانو له ژبې ورکوى.“