Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 3:35 - Pakistani Yousafzai Pashto

35 ټوله ورځ خلقو کوشش کولو چې په داؤد باندې څۀ وخورى، خو هغۀ پوخ لوظ وکړو، ”خُدائ پاک دې ما هلاک کړى چې د ورځې د ختمېدو نه مخکښې زۀ څۀ وخورم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 3:35
13 Iomraidhean Croise  

هغوئ په غم غمژن شول او تر ماښامه پورې يې د ساؤل، يونتن او بنى اِسرائيلو دپاره روژه ونيوله کوم چې د مالِک خُدائ د لښکر خلق وُو، ځکه چې دا خلق په جنګ کښې مړۀ شوى وُو.


د هغۀ د دربار آفسران به ورتلل او د هغۀ د پاڅېدو کوشش به يې کولو، خو هغۀ به اِنکار کولو او د هغوئ سره يې هيڅ هم نۀ خوړل.


ستا لاسونه نۀ وُو تړلى، او ستا پښې نۀ وې تړلې، تۀ داسې مړ شو لکه چې چا مجرم وژلے وى.“ او خلقو د هغۀ دپاره بيا وژړل.


نو خلقو ته پته ولګېده او خوشحاله شول. په حقيقت کښې بادشاه چې څۀ هم کول نو خلق ترې نه خوشحالېدل.


مالِک خُدائ د داؤد سره لوظ وکړو چې هغه به د ساؤل او د هغۀ د اولاد نه بادشاهى واخلى او داؤد به د بنى اِسرائيلو او د يهوداه دواړو قبيلو بادشاه جوړ کړى، هغه به د مُلک د يو سر نه تر بل سر پورې بادشاه وى. نو مالِک خُدائ دې ما ووهى کۀ ما دا خبره رښتيا نۀ کړه.“


نو د هغوئ ټول تکړه سړى لاړل او د ساؤل او د هغۀ د زامنو لاشونه يې واخستل او يبيس ته يې يوړل. هلته هغوئ دا د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل او اووۀ ورځې يې روژه ونيوله.


هيڅوک به هغوئ ته د غمرازۍ روټۍ نۀ راوړى، تر دې چې د خپل مور او پلار دپاره به تعزيت نۀ کوى، او نۀ به ورته څوک د تسلۍ دپاره څښلو له څۀ ورکوى.


چغې سورې مۀ وهه، د مړى دپاره غمرازى مۀ کوه، خپل پټکے په سر وتړه او خپلې څپلۍ دې په پښو کښې واچوه، د خپل مخ لاندې برخه مۀ پټوه او د مړى خېرات مۀ خوره.“


او تاسو به هغه کار وکړئ کوم چې ما وکړو. تاسو به د خپل مخ لاندې حِصه نۀ پټوئ او نۀ به د مړى خېرات خورئ.


نو ټول بنى اِسرائيل بيت‌ايل ته لاړل او د غم ژړا يې وکړه. هغوئ هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کښېناستل او تر ماښامه پورې يې خوراک نۀ کولو. هغوئ د سلامتۍ نذرانې او څۀ سوزېدونکې نذرانې مالِک خُدائ ته پېش کړې.


چې چرته مرې، هلته به مرم، چې چرته ښخېږې هلته به ښخېږم. مالِک خُدائ دې ما ته په قهر شى کۀ د مرګ نه بغېر په بل څۀ ستا نه جدا شم.“


عيلى ترې نه تپوس وکړو، ”مالِک خُدائ تا ته څۀ وفرمائيل؟ زما نه يوه خبره هم مۀ پټوه. خُدائ پاک به تا له سخته سزا درکړى کۀ تا ما ته هغه هر څۀ ونۀ فرمائيل چې څۀ درته هغۀ فرمائيلى دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan