دوېم سموئيل 3:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 د هغۀ دوېم زوئ کِلياب وو، د هغۀ مور ابىجيل د کرمل د نابال کونډه وه، درېم زوئ يې ابىسلوم وو، د هغۀ مور معکه د جسور بادشاه تلمى لور وه، Faic an caibideil |
ابىسلوم ورته ووئيل، ”دا ځکه چې کله ما تۀ راغوښتلې نو تۀ به نۀ راتلې. ما غوښتل چې بادشاه له لاړ شې او هغۀ ته زما دپاره ووائې چې زۀ د جسور نه دلته ولې راغلم؟ ښۀ به دا وے چې زۀ هلته ايسار وے.“ او ابىسلوم وئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ زما دپاره د بادشاه سره د مِلاوېدو بندوبست وکړې او کۀ زۀ په غلطه يم، نو هغه دې ما ووژنى.“
چې کله داؤد په حبرون کښې وو نو د عُمر په ترتيب يې دا زامن پېدا شوى وُو: امنون، چې د هغۀ مور د يزرعيل اخينوعم وه. دانيال، چې د هغۀ مور د کرمل ابىجيل وه. ابىسلوم، چې د هغۀ مور معکه وه او معکه د جسور د تلمى بادشاه لور وه. ادونياه، چې د هغۀ مور حجيت وه. سفطياه، چې د هغۀ مور ابيطال وه. اِترعام، چې د هغۀ مور عِجلاه وه.