Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 3:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 د دې سزا دې په يوآب او د هغۀ په مکمل خاندان راشى. د هغۀ د خاندان په هر نسل کښې دې داسې سړى وى چې د هغوئ د ذکر نه منى ځى يا جذامى وى يا ښځونک، يا په جنګ کښې مړۀ شى يا د هغوئ سره د خوراک کمے وى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 3:29
18 Iomraidhean Croise  

او داؤد هغه عماليقى ته وفرمائيل، ”خُون دې د خپلې غاړې دے. تا په خپله د ځان سره دا بد وکړل چې تا دا خبره وکړه چې تا د مالِک خُدائ خوښ کړے شوے بادشاه ووژلو.“


تا د ساؤل نه بادشاهى واخستله او اوس مالِک خُدائ ستا نه بدله اخلى ځکه چې تا د ساؤل د خاندان ډېر کسان وژلى دى. مالِک خُدائ ستا زوئ ابى‌سلوم له بادشاهى ورکړې ده، اے قاتِله، تۀ تباه يې.“


کله چې داؤد دا خبر واورېدو، نو هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ته زما او زما د خلقو پته ده چې د ابنير د ووژلو په وجه بېخى بې‌ګناه يُو.


نو د شامى فوج مشر نعمان، د شام د بادشاه يو ډېر عزتمند کس وو، ځکه چې د نعمان په ذريعه مالِک خُدائ شامى فوج له فتح ورکړې وه. هغه يو تکړه فوجى وو، خو د جذام بيمارى يې لرله.


نو په دې وجه د نعمان بيمارى به په تا او ستا په اولاد باندې د همېشه دپاره وى.“ کله چې جيحازى لاړو، نو په هغۀ دا بيمارى راغله او د هغۀ څرمن د واورې په شان سپينه شوه.


شُکر به کوم د مالِک خُدائ چې هغه اِنصاف کوونکے دے وايم به زۀ د مالِک خُدائ تعالىٰ ثناء صِفت.


کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى. کۀ د سړى د ذکر نه څۀ اوبۀ ووځى، نو هغه اوبۀ ناپاکې دى،


هغه مُلک مۀ پليتوئ چې چرته تاسو اوسېږئ، ځکه د وينې تويَول د هغه مُلک پليتول دى او چې په کومه زمکه باندې وينه توئ شى نو د هغې کفاره نۀ شى ادا کېدلے، زمکه د هغه کس د وينې تويَولو نه بغېر نۀ پاکيږى چا چې وينه توئ کړې وى.


کله چې د جزيرې خلقو د هغۀ د لاس نه مار ځوړند وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې، ”دا سړے به خامخا يو قاتل وى، هغۀ کۀ څۀ هم خپل ځان د سمندر نه بچ کړو خو خُدائ پاک د هغۀ نه بدل واخستو او هغه يې داسې پرې نۀ ښودلو.“


بيا چې چرته هغه قتل شوے کس موندلے شوے وى هغې ته د نزدې ښار ټول مشران به په هغه سخۍ باندې خپل لاسونه ووينځى،


ځکه چې هغوئ د مقدسينو او ستا د نبيانو وينې توئ کړې دى او تا هغوئ ته د څښلو دپاره وينې ورکړې، هغوئ د دې سزا لائق دى.“


داسې د دې دپاره وشول چې ابى‌مَلِک او د شِکم خلقو ته د خپلو بدو سزا مِلاو شى چا چې د هغۀ مدد کړے وو چې د جدعون اويا زامن ووژنى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan