Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 3:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 کله چې ابنير حبرون ته ورسېدو، نو يوآب هغه د دروازې سره يو طرف ته بوتلو، داسې معلومېده لکه چې يوآب د هغۀ سره څۀ پټه خبره کوى او هلته يې هغه په خېټه باندې ووهلو. نو داسې ابنير ووژلے شو ځکه چې هغۀ د يوآب ورور عساهيل وژلے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 3:27
16 Iomraidhean Croise  

خو ابى‌سلوم ورته ووئيل، ”ښه، کم از کم زما ورور امنون خو به پرېږدې کنه چې ما سره لاړ شى.“ بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”هغه دې ولې لاړ شى؟“


داؤد هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې عماسا ته ووائى، ”تۀ زما رشته‌دار يې. د نن نه زۀ تا د يوآب په ځائ د لښکر مشر مقرروم. خو کۀ ما داسې ونۀ کړل نو خُدائ پاک دې ما هلاک کړى.“


د داؤد د تلو نه پس، يوآب پېغام وړُونکى ولېږل چې ابنير راولى او هغوئ هغه د سيره د کوهى نه راوستلو، خو داؤد د دې نه بېخى خبر نۀ وو.


کله چې داؤد دا خبر واورېدو، نو هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ته زما او زما د خلقو پته ده چې د ابنير د ووژلو په وجه بېخى بې‌ګناه يُو.


کله چې د ساؤل زوئ اشبوست دا واورېدل چې ابنير په حبرون کښې قتل شوے دے، نو هغۀ خپله حوصله بائيله او ټول بنى اِسرائيليان ويرېدل.


او مالِک خُدائ به د دې قتلونو په وجه يوآب له سزا ورکړى، کوم يې چې زما د پلار داؤد په ناخبرۍ کښې کړى وُو. يوآب دوه بې‌ګناه سړى ووژل چې د هغۀ نه ښۀ وُو يعنې، ابنير چې د بنى اِسرائيلو د لښکر مشر وو او عماسا چې د يهوداه د لښکر مشر وو.


د دې نه علاوه تا ته پته ده چې يوآب زما سره څۀ وکړل چې د بنى اِسرائيلو د لښکر دوه مشران يې ووژل، يعنې د نير زوئ ابنير او د يتر زوئ عماسا. تا ته ياد دى چې هغوئ يې د امن په وخت کښې د بدل اخستلو دپاره ووژل. يوآب بې‌ګناه سړى ووژل او چې څۀ يې کړى وُو نو ذمه وارى يې په خپل سر ده.


کۀ د هغۀ بدنېتى د هغۀ په چل وَل کښې پټه وى، خو بيا هم د هغۀ شرارت هر چا ته ښکاره شى.


نو ناګهانه د نتنياه زوئ اِسمٰعيل او د هغۀ لسو کسانو ټوپ کړو او خپلې تُورې يې راوويستلې او جدلياه يې قتل کړو، څوک چې د بابل بادشاه په يهوداه کښې ګورنر مقرر کړے وو.


دا به د مړ شوى کس د نزدې خپلوانو ذمه وارى وى چې قاتِل مړ کړى. چې کله يې هم پېدا کړى، نو وبه يې وژنى.


کۀ څوک د چا سره کينه لرى او د هغۀ د مرګ منصوبه جوړوى، په څۀ يې وولى او يا ديکه ورکړى نو دا يې قصداً وژنى


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې په پټه باندې قتل کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan