26 د داؤد د تلو نه پس، يوآب پېغام وړُونکى ولېږل چې ابنير راولى او هغوئ هغه د سيره د کوهى نه راوستلو، خو داؤد د دې نه بېخى خبر نۀ وو.
هغه دلته ستا دوکه کولو دپاره راغلے وو او چې دا پته ولګوى چې تۀ څۀ څۀ کوې او چرته ځې. په حقيقت کښې تا ته دا پته ده.“
کله چې ابنير حبرون ته ورسېدو، نو يوآب هغه د دروازې سره يو طرف ته بوتلو، داسې معلومېده لکه چې يوآب د هغۀ سره څۀ پټه خبره کوى او هلته يې هغه په خېټه باندې ووهلو. نو داسې ابنير ووژلے شو ځکه چې هغۀ د يوآب ورور عساهيل وژلے وو.