دوېم سموئيل 3:25 - Pakistani Yousafzai Pashto25 هغه دلته ستا دوکه کولو دپاره راغلے وو او چې دا پته ولګوى چې تۀ څۀ څۀ کوې او چرته ځې. په حقيقت کښې تا ته دا پته ده.“ Faic an caibideil |
تر دې پورې چې بادشاه تاسو بيا په يو داسې مُلک کښې آباد کړى لکه چې ستاسو خپل وى، چې هلته د انګورو باغونه وى چې تاسو له مے درکوى او چې هلته د روټۍ تيارولو دپاره غله وى، هغه د زيتُونو د ونو، د زيتُونو تېلو او د شاتو مُلک دے. کۀ تاسو هغه څۀ کوئ چې څۀ حُکم يې درکوى، نو تاسو به نۀ مرئ او ژوندى به يئ. حزقياه مو چې دوکه نۀ کړى چې درته ووائى چې مالِک خُدائ به مو بچ کړى.