22 وروستو يوآب او د داؤد نور آفسران د يو حملې کولو نه راغلل او د ځان سره يې ښۀ ډېر مالِ غنيمت راوړو. ابنير د داؤد سره هلته په حبرون کښې نۀ وو، ځکه چې داؤد هغه په خېر سره لېږلے وو.
کله چې يوآب او د هغۀ سړى راورسېدل، نو هغه خبر شو چې ابنير داؤد بادشاه له راغلے وو او په خېر سره لېږلے شوے وو.
د اشبوست دوه آفسران وُو کوم چې د لښکرو مشران وُو، د هغوئ نومونه بعنه او ريکاب وُو، هغوئ د رِمون زامن وُو چې هغه د بنيامين د قبيلې د بيروت نه وو. بيروت د بنيامين حِصه ګڼلے شى.
په هغه وخت کښې داؤد او د هغۀ سړو په جسوريانو، جرزيانو، عماليقيانو باندې حملې کولې، چې هغوئ د ډېر وخت نه په هغه علاقه کښې اوسېدل. هغۀ به تر شور او لاندې مِصر پورې حملې کولې.